Accessibility links

Breaking News

د ناټو غښتلې دفاع او مخنیوی 


ولسمشر بایډن د ناټو سرمشریزې ته د وینا پر مهال
ولسمشر بایډن د ناټو سرمشریزې ته د وینا پر مهال

ولسمشر جو بایډن په مادرید کې د ناټو په سرمشریزه کې اعلان وکړ چې متحده ایالات به د اوکراین په وړاندې د روسیې د جګړې له امله رامنځته شوي ګواښ ته په مستقیم ځواب کې په اروپا کې خپل ځواک پیاوړی کړي، "موږ غواړو ډاډ ترلاسه کړو چې ناټو ته د ټولو اړخونو، هرې سیمې، ځمکې، هوا او بحر له له لورې د ګواښونو سره د مقابلې لپاره چمتو ده."

ولسمشر بایډن یادونه وکړه چې متحده ایالاتو لا دمخه د ناټو د امنیت د ټینګښت لپاره ګامونه پورته کړي دي او زیاته یې کړه: "موږ اروپا ته د متحده ایالاتو ۲۰زره اضافي ځواکونه واستول چې د روسیې د تیري کوونکي اقدام په غبرګون کې زموږ اتحاد پیاوړی کړو او په اروپا کې زموږ د ځواکونو شمیر ۱۰۰زرو ته ورسوو. موږ به له خپلو متحدینو سره په نږدې همغږۍ د ګواښ پر بنسټ خپل دریځ تنظیم کړو.»

د ناټو په سرمشریزه کې، ولسمشر بایډن اعلان وکړ چې متحده ایالات به د ناټو د مخنیوي او دفاعي او د اروپا د امنیت د پیاوړتیا لپاره ډیر څه وکړي.

پدې کې په پولنډ کې د دایمي «V قول اردو» د مرکزي دفتر فارورډ کمانډ پوسټ رامینځته کول شامل دي؛ کوم چې به په ختیځ اړخ کې د متحده ایالاتو - ناټو د تحرک وړتیا ښه کړي.

په اروپا کې د اضافي دوراني لوا جنګي ټیم به په رومانیا کې ځای په ځای شي او په ټول ختیځ اړخ کې به د روزنې او تمرینونو لپاره د ټیټه کچې عناصرو د ځای پرځای کولو وړتیا ولري.

د بالتیک په سیمه کې به د زغره والو، هوايي چلند، هوايي دفاع، او د ځانګړو عملیاتو ځواکونو په ګډون د قواو دوراني ځای پرځای پراخ شي.

د ناتو متحدین هم خپله برخه ترسره کوي، او د ناتو سره یې په پام وړ کچه خپلې ونډې زیاتې کړي چې د بیا غښتلي کولو او د نویو جنګي اعتباري جوړښتونو د رامینځته کولو له لارې ددې وړتیا لري چې په ټول ختیځ اړخ کې د لوا کچې ته ورسوي. ولسمشر بایډن وویل: "موږ ګام پورته کوو." او زیاته یې کړه چې، "موږ دا ثابتوو چې ناټو ته اوس د بل هر وخت په پرتله ډیره اړتیا ده."

XS
SM
MD
LG