Accessibility links

Breaking News

له ایران سره تړلې د یوې بانکې شبکې په ضد اقدامات


متحدو ایالتونو په هغو ۳۵ کسانو او ادارو باندې بندیزونه لګولي چې د یوې شبکې سره یې تړاو درلود چې د ایران د رژیم په استازیتوب یې پيسې سپینولي.

دغې شبکې [د اسعارو] د تبادلې د خونو یا صرافیانو او بهرنیو شرکتونو له لارې په میلیاردونو ډالر سپیني کړي چې دغه بیا د تهران د تخریبي فعالیتونو په تمویل، چې هدف یې د نړیوالې سولې تضعیف او د رژیم د مشرانو د جیبونه ډکول دي، لګول شوي دي.

د دغې شبکې د برخې په توګه، د زرین قلم د وروڼو شرکت او د هغوی سره نورو تړلو کسانو په متحده عربي اماراتو او هانک کانګ کې یو شمیر شرکتونه استعمال کړي چې د هغو ایرانیانو سره [چې بندیزونه ورباندې لګول شوي] مرسته وکړي چې د پټرولیمو او نورو هغو توکو چې د امریکا لخوا ورباندې بندیزونه لګول شوي د خرڅلاو له طریقه عواید ترلاسه کړي.

دغه شبکه د یو موازي بانکي سیستم په توګه فعالیت کوي او په ایران کې د صرافیانو له طریقه چې د ایران د باندې د حسابونو د تسویه کولو لپاره ځینې شرکتونه استعمالوي د هغو ایرانیانو چې بندیزونه ورباندې لګول شوي په استازیتوب د پيسو راکړه ورکړه کوي.

د دې لپاره چې د هغو توکو چې بندیزونه ورباندې لګول شوي تادیات توجیه کړي، موازي بانکونه کیدای شي‌ جعلي رسیدونه جوړ کړي.‌

دغه موازي بانکداري د ایران په خلکو باندې هم منفي تاثیرات لري. ایراني ‌افشا کوونکو په هغو بیلګو رڼا اچولې چې په کې د ایران د رژیم کسان په میلیاردونو ډالر اختلاس کړي او د دغه بانکي شبکې له طریقه د فساد په نورو کړنو کې هم ککړ دي.

په عین وخت کې، د امریکا د خزانې د وزارت د مالي جرمونو [ د قوانینو] نافذ کونکي ارګان یو مشورتي رپوټ چمتو کړی چې د امریکا او نړیوالو مالي‌ ادارو سره مرسته کوي چې د ایران د رژیم غیرقانوني مالي مشکوک فعالیتونه تشخیص کړي‌ او رپوټ یې کړي.‌ په دغه راپور کې د ایران د تیلو د قاچاقو، موازي بانکداري، او د سلاو او د هغو موادو چې نظامي استفاده ورڅخه کیدای شي په اړه خبرداری شامل دي.

د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ویاندې ټامي بروس په یوه بیان کې وویل:‌ « تر څو چې ایران د خپلو بې ثباته کوونکو هڅو نه لاس وانخلي،‌ د امریکا متحده ایالتونه به خپلو اقداماتو ته چې دغه هیواد نړیوال مالي او بانکي سیستمونو ته لاسرسی ونه لري دوام ورکړي.»

هغې زیاته کړه:‌ «موږ به د هغو خلکو لپاره چې غواړي‌ نړیوالې سولې او امنیت تضعیف کړي حساب او کتاب وغواړو.»

د امریکا د خزانې وزیر،‌ سکاټ‌ بېسنټ‌ وویل:‌ «د ایران موازي‌ بانکي سیستم د رژیم لپاره حیاتي‌ رول لري چې له طریقه یې [د ایران رژیم] د تیلو د خرڅلاو عاید ته، د پيسو انتقال، او د خپلو بې ثبات کوونکو فعالیتونو تمویل ته لاسرسي لري.»

هغه زیاته کړه:‌ «د خزانې [وزارت]‌به د ټولو موجودو طریقو څخه کار واخلي چې د دغې شبکې اصلي چلونکي په نښه کړي او فعالیتونه یې،‌ چې د رژیم د مشرانو د بډایه کولو او د ایران د خلکو په بیه فساد ته رشد ورکول دي، ګډوډ کړي.‌.»

XS
SM
MD
LG