Accessibility links

Breaking News

طالبان د افغانانو په زیان دی


عکس: د ۲۰۲۴ کال د دسمبر ۱۰ - په کابل کې یو شخصي روغتون کې داکتره او نرسانې
عکس: د ۲۰۲۴ کال د دسمبر ۱۰ - په کابل کې یو شخصي روغتون کې داکتره او نرسانې

ګرینفیلډ وایي: "دا نوی محدودیت د منطق څخه سرغړونه او د افغان میرمنو او نجونو لپاره د مرګ د سزا په څیر دی چې ژوند ژغورونکې طبي درملنې ته سخته اړتیا لري."

د ډسمبر په لومړیو کې، په افغانستان کې د طالبانو رژیم ښځې د نرسنګ او قابله ګۍ په ګډون د طبي زده کړو څخه منع کړې. څرنګه چې نارینه طبي پرسونل د ښځو د درملنې څخه منع شوي، دا فرمان پدې معنی دی چې په ډیره نژدې راتلونکي کې به د افغانستان میرمنې هیڅ ډول طبي درملنې ته لاسرسی ونلري.

د ډسمبر په لسمه د بشري حقونو د نړیوالې اعلامیې ۷۶مه کلیزه ونمانځل شوه. په ملګرو ملتونو کې د امریکا دایمي استازې لینډا توماس ګرین فیلډ وویل: "افغانستان یو له هغو ۴۸ اصلي هیوادونو څخه و چې دا اعلامیه یې تصویب کړه، چې ټول – ښځې او نارینه – په مساوي توګه حقونه او ازادۍ لري."

هغې وويل: "خو نن ورځ، طالبان يو په بل پسې زاړه فرمانونه صادروي چې ښځې او نجونې له بنسټيزو حقونو، د زده کړې، ژوند کولو او په ازادۍ او عزت سره د پرمختګ له چانس څخه بې برخې کړي."

"په دې وروستیو کې، طالبانو طبي روزنې ته د ښځو لاسرسی منع کړی، دا پدې معنی ده چې طبي پاملرنې ته لاسرسی نشته. په راتلونکي کې به د ښځو روغتیایی اړتیاوې څنګه پوره شي که چیرې وړ ښځینه ډاکټرانې، نرسانې، د غاښونو ډاکټران او قابلې نه وي؟ او چې نارینه ډاکټران اجازه نه لري چې د ښځو درملنه وکړي."

"دا نوی محدودیت د منطق څخه سرغړونه او د افغان میرمنو او نجونو لپاره د مرګ د سزا په څیر دی چې ژوند ژغورونکې طبي درملنې ته سخته اړتیا لري. دا به په هرې مور، هر نازیږیدلي ماشوم -هلکانو او نجونو – او د افغانستان په راتلونکې باندې اغیز ولري."

"دا کلتور نه دی او نه هم مذهب دی. دا د نه منلو وړ ده. دا بیماري او سنګدلي ده او پدې معنی ده چې دغه سړي – طالبان - خپلې میندې چې دوی یې زیږولي، خپلې خویندې، میرمنې، لوڼې، په مرګ محکوموي."

خو حقیقت دا دی چې طالبان د ټول افغان ولس لپاره په خطرناکه توګه بد دي. دوی له څه دپاسه درې کلونو راهیسې په واک کې دي، خو په دې موده کې، هیواد د بشري ناورین سره مخ دی. نن ورځ ۹۷ سلنه نفوس د فقر تر کرښې لاندې ژوند کوي.

"موږ په افغانستان کې د ناوړه بشري وضعیت په اړه هم ژوره اندیښنه لرو، نږدې ۲۳ میلیونه افغانان چې د افغانستان نیمایي نفوس کیږي، د خوړو د خوندیتوب، خوارځواکۍ، پراخې بې ځایه کیدنې او د چاودیدونکو توکو د ککړتیا له امله بشري مرستو ته اړتیا لري."

سفیرې توماس ګرینفیلډ وویل: "افغانانو ته او په ځانګړې توګه افغان ښځو ته زما پیغام دا دی چې، موږ ستاسو سره په پیوستون کې ولاړ یو. د دې جبر په مقابل کې، موږ او زموږ همکاران د افغان ولس د ملاتړ لپاره په خپلو ټینګو ژمنو ولاړ یو."

XS
SM
MD
LG