Accessibility links

Breaking News

متوسطه ښوونځیو ته د نجونو د تګ د مخنیوي په اړه د طالبانو اقدام وغندل شو 


د شپږم ټولګي پورته د نجونو د زده کړو د مخنیوي په اړه د طالبلنو تصمیم، د طالبانو د مشرتابه د ژمنو څخه په شا کیدل او د زرګونو نجونو د نا هیلۍ سبب دی چې د مارچ په ۲۳ په ټول افغانستان کې ښوونځیو ته ولاړې او د خپلو ښوونځیو د تړلو دروازو ته ودرېدې.

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن، وویل: "زده کړې یو بشري حق دی او متحده ایالات د افغانستان د خلکو سره د طالبانو ددې ژمنې څخه شاته کیدل چې ګواکې ټول افغانان به بیرته ښوونځیو ته ولاړ شي، ردوي. مونږد افغان نجونو او د هغوی له کورنیو سره دریږو چې زده کړو ته د افغانستان د ټولې ټولنې او اقتصاد د ځواکمن کیدو د لارې په توګه ګوري."

د افغان ښځو او نجونو او بشري حقونو لپاره د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري [د طالبانو] دا مخنیوی "د افغان کورنیو سره خیانت" ګڼلی دی. هغې وویل دا اقدام افغاني ندی، ځکه زیات شمیر نظرپوښتنو د نجونو له زده کړو څخه د افغانانو پراخ ملاتړ په ډاګه کړی دی.

له هغه وخته چې طالبان د ۲۰۲۱ کال په اګسټ کې په افغانستان واکمن شوي ښځې د جنسیت په خاطر د توپیر او د لباس اغوستلو د بڼې، تګ راتګ او سفر کولو په ګډون د نویو محدودیتونو سره مخامخ شوي. د افغانستان تلویزیوني کانالونه د ښځو اړوند موضوعګانو له پوښښ څخه منع شوي او ښځو د حقونو په لسګونو فعالانې نیول شوي او یا هم بې درکه شوي دي.

د نجونو د زده کړو د مخنیوي په اړه د طالبانو وروستی اقدام په نړیواله کچه په پراخه توګه غندل شوی دی. د اسلامي هیوادونو د همکارۍ د سازمان عمومي منشي "ددغه ناببره تصمیم په خاطر ژور خپګان" څرګند کړ او وویل "د افغانستان خلک د هلکانو او نجونو په ګډون باید ددې شاهد اوسي چې د زده کړو په ګډون ...د اساسي حقونه درناوی یې کیږي."

د مارچ په ۲۴ د کاناډا، فرانسې، ایټالیا، ناروی، بریتانیا، متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیرانو او د اروپایي ټولنې لوړپوړي استازي د یوې ګډې اعلامیې په خپرولو سره [د نجونو د ښوونځیو د پرانستلو له تصمیم څخه] د طالبانو شاته تګ وغنده.

پدې اعلامیه کې راغلي دي: "له طالبانو غواړو خپل دغه تصمیم څخه چې افغان نجونو ته د زیان وړاندې نورې پایلې لري، بېرته وګرځي. که دغه تصمیم بدل نشي د افغانستان د ټولنیر جوړښت او اقتصادي ودې لرلید، د نړیوالې ټولنې د یو محترم غړي په توګه ددې هیواد د بدلیدو هیله او له بهر څخه هیواد ته د د افغانانو لیوالتیا ته ژور تاوان رسوي. دا [تصمیم] دننه په افغانستان کې او په بهر کې د سیاسي ملاتړ او مشروعیت لپاره د طالبانو لیدلوري باندې هرو مرو اغیز ولري. د افغانستان هر اوسیدونکی، هلکان یا نجونې، ښځې یا نارینه په ټولو کچو او په ټولو ولایتونو کې د زده کړو برابر حق لري."

XS
SM
MD
LG