Accessibility links

Breaking News

پر ښځو باندې د طالبانو محدودیتونه عواقب لري


په ژنیو کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا غونډه
په ژنیو کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا غونډه

په افغانستان کې د بشري حقونو د وضعیت په اړه د ملګرو ملتونو د ځانګړي راپور ورکوونکي، ریچارډ بینیټ په وینا، د افغانستان له ښځو سره د طالبانو "سخت، سیستماتیک او بنسټیز تبعیض" کیدای شي د جنسیتي تبعیض په معنی وي.

ښاغلي بینیټ د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا ته وویل: "که یو څوک د توکمپالنې تعریف چې دا مهال د نژاد لپاره دی، د افغانستان وضعیت ته په کتلو سره که د نژاد پر ځای جنسیت وکارول شي، نو هلته داسې قوي نښې نښانې ښکاري چې دا په ګوته کوي."

د ځانګړو سیاسي چارو لپاره د متحده ایالاتو بدیل استازي رابرټ ووډ وویل: "متحده ایالات یو ځل بیا د ښځو او نجونو د بشري حقونو د وړتیا په هکله چې د خپل حقونو څځه استفاده وکړي د طالبانو محدودیتونه غندي. دا محدودیتونه د نه منلو وړ دي. دا کار د نړۍ په بل ځای کې نه لیدل کیږي. موږ د دې محدودیتونو د سمدستي لرې کولو غوښتنه کوو."

هغه زیاته کړه: "د اپریل په میاشت کې د امنیت شورا ۲۶۸۱ پریکړه لیک تصویب کړ، چې په روان کال کې د افغانستان په اړه په متفقه توګه دریم تصویب شوې پریکړه لیک دی او د ملګرو ملتونو څه باندې ۹۰ غړو هیوادونو د دغه پریکړه لیک ملاتړ کړی دی. دا طالبانو، افغان ولس او نړۍ ته یو څرګند پیغام استوي: موږ به د ښځو او نجونو پر وړاندې د طالبانو د جبر په ضد ودریږو.»

په حقیقت کې په ښځو باندې د طالبانو محدودیتونه په افغانستان کې بشري ناورین لا پسې زیاتوي. د نادولتي موسسو لپاره د ښځو د کار کولو منع کول په هیواد کې د بشردوستانه عملیاتو مخه نیسي. همدارنګه، بسپنه ورکوونکي لږ لیواله دي چې د اړتیا وړ مرستې تمویل کړي.

ښاغلي ووډ وویل: "نړیوالې ټولنې په ۲۰۲۱ کې د پراخې قحطۍ په اړه د مرستندویه ټولنو ترټولو ناوړه وړاندوینې دفع کړې."

هغه وویل: "په هرصورت، سږکال، موږ همدااوس د افغانستان لپاره د نړیوالو مرستو د کمیدو اغیز لیدلی شو، چې د ښځو په مشرۍ د نادولتي موسسې تړل شوي، د جیرې ورکږل کم شوي او د خوراکي مرستو د ترلاسه کوونکو شمیر اکم کړای شوی دی."

سفیر ووډ وویل: "د خنډونو او د نړیوالو لومړیتوبونو د سیالیو سره سره، موږ نشو کولی د افغانانو مخ په زیاتیدونکي بشري اړتیاوو ته شا کړو." هغه زیاته کړه، "متحده ایالات به د نړۍ د ستر بشردوستانه بسپنه ورکوونکي په توګه د افغانستان د خلکو ملاتړ ته دوام ورکړي."

ښاغلي ووډ وویل، "موږ به همداشان د طالبانو کړنې په دقت سره وڅارو چې د پلي کولو ژمنه یې کړې. موږ په پرله پسې توګه له طالبانو څخه تمه لرو چې بې له خنډه بشردوستانه لاسرسي، د ټولو جنسونو مرستندویه کارکونکو لپاره خوندي شرایطو رامنځته کولو او په خپلواک او بې طرفه توګه د مرستورسولو ته اجازه ورکړي. طالبان باید د ټولو افغانانو بشري حقونو ته درناوی وکړي."

سفیر ووډ وویل: "موږ طالبانو ته ګورو چې دا اصول په خپلو پالیسیو کې تثبیت کړي او په خپلو کړنو سره یې په ډاګه کړي." هغه زیاته کړه، "لکه څنګه چې د افغانستان د ځانګړو استازو غونډې وښودله، همداسې یې نورې نړۍ هم کوي."

XS
SM
MD
LG