په یوه وسیع اقدام کې چې د ایران رژیم ته د پیسو د ورتلو مخه ونیسي، د امریکا د خزانې د وزارت د بهرنیوو شتمنیوو د کنټرول دفتر یا ( او اف اې سي) د محمد حسین شمخاني اړوند د حمل و نقل د کمپنۍ ۵۰ کښتۍ په نښه کړي او دغه راز یې ددغې کمپنۍ سره په تړاو ۵۰ کسان او سازمانونه په تور لست کې اچولي دي.
د علي شمخاني زوی، حسین، خپل د پلار د سیاسي نفوذ په مرسته چې د ایران د ستر مذهبي مشر یو لوړ پوړی سیاسي سلاکار دی، د فساد له لارې د ایران د رژیم لوړ پوړو چارواکو ته لاس رسي لری او دا په خپله ګټه استعمالوي چې په لړ کې یې د ټانکرونو او کانټینرونو یو وسیع کاروبار تاسیس کړی او چلوي یې. دغه شبکه د ایران او روسیې څخه تیل او د پطرولیم مواد انتقالوي او دغه راز نور توکي هم د کارګو له لارې د نړۍ ګوټ ګوټ ته انتقالوي چې په ترڅ کې یې په لسګونو میلیارده ډالره ګټه تر لاسه کوي.
د امریکا د خزانې وزیر سکاټ بیسینټ داسې وویل « د شمخاني د کورنۍ د کښتیو د انتقال امپراطوري دا په ډاګه کوي چې څنګه د ایران د رژیم اشراف خپل د موقفونو څخه په ګټې، پراخ ثروت ترلاسه کوي او د رژیم خطرناکه فعالیتونه تمویلوي.»
د حسین شبکه د ایران د خامو تیلو د صادراتو لویه برخه کنټرولوي چې ګټه یې دده کورنۍ او د ایران رژیم ته رسېږي. د شمخاني کورنۍ د خپل نا مشروع ثروت په مرسته نورې ګټې هم ترلاسه کوي چې عام ایرانیان ترې محرومه دي. په دغو ګټو کې د نړۍ په ګوټ ګوټ کې د جایدادونو رانیول او دغه راز د پام وړ پانګه اچونو په مقابل کې د خارجي پاسپورټونو ترلاسه کول شامل دي.
په عین حال کې د امریکا د باندنیو چارو وزارت پر ۲۰ سازمانونو بندیز لګوي او دغه راز ۱۰ بیړی په مننوعه جایدادونو کې شماري ځکه د ایران د پطرولیم او پیټرو کمیاوي موادو په تجارت او انتقال کې دخیلې دي.
دمحمد حسین شمخاني شبکه د بیړیوو د کمپنۍ، د حمل نقل د ادارې د شرکتونو او د مستعارو کمپنو نه چې ځانونه د مالي خدماتو مشروع کمپنیانې معرفي کوي، تشکیل شوې ده. دغه شبکه د نړۍ په بیلابیلو برخو کې د ایران او روسیې د خامو تیلو او د نړیوالو خرڅلاو له لارې په میلیاردو ډالره پیسې سپینوي او ګټه ترلاسه کوي. ددغې شبکې اکثره مشرتیان معمولا په چین کې دي.
د حسین د غیرقانوني تجارتي شبکه په میلیاردو ډالره عاید د مستعارو او تش په نامه کمپنیو د یوې نړیوالې شبکې په مرسته په پټه بیرته ایران ته انتقالوي چې د پل نښه یې معلومه نشي.
د حسین شبکه په دې مشهوره ده چې د مغلقو تکنیکونو څخه استفاده کوي چې د تعزیراتو څخه ځان بچ کړي، پسیې سپینې کړي او رسمي مکتوبونو په داسې شکل اداره کړي چې اصلي مسولین په کښې د مسولیت څخه براعت ولري.
ددغو بندیزونو په نتیجه کې په تور لست کې د اچول شویو او بندیز لاندې راغلیوو کسانو ټول جایدادونه او په جایدادونو کې سود په امریکا کې او دغه راز د امریکایانو په کنټرول کې بلاک دي او باید د او اف اې سي دفتر ته ریپوټ کرل شي.
د امریکا د خزانې وزیر بیسنټ داسې وویل « د هغه وخت راهیسې چې د ولسمشر ټرمپ حکومت د ایران پرضد زمونږ د اعظمي فشار کمپاین پیل کړ، دا ۱۱۵ بندیزونه چې نن وضع کېږي تر ټولو پراخ دي. دا اقدمات امریکا په لومړيتوب کې راولي او د رژیم هغه اشراف په نښه کوي چې ګټه ترې پورته کوي په داسې حال کې چې تهران بیا د امریکا متحده ایالات ګواښي.»