د امریکا د ولسمشر مرستیال وینس وایي، "که ستاسو ډموکراسي د یو بهرني هیواد د څو سوه زرو ډالرو په ډیجیټل اعلاناتو ویجاړیدای شي، نو بیا دا [ډموکراسي] دومره پیاوړې نده."
د مونشن په وروستني امنیتي کنفرانس کې، مرستیال ولسمشر جی ډی وینس وویل چې اروپا ته ترټولو لوی امنیتي ګواښ له بهر څخه نه دی:
"هغه څه چې زه یې په اړه اندیښمن یم هغه داخلي ګواښ دی – یو شمیر هغو خورا بنسټیزو ارزښتونو ته د اروپا شا کول چې د متحده ایالاتو سره شریک دي."
د مرستیال ولسمشر وینس وویل، "موږ باید د ډموکراتیکو ارزښتونو په اړه د خبرو کولو څخه ډیر څه ترسره کړو. موږ باید ورسره ژوند وکړو." هغه د روسیې د لاسوهنې له امله د رومانیا د وروستیو ټاکنو د پایلو لغوه کول، وغندل:
"تاسو باور کولی شئ دا د روسیې لپاره سمه نده چې ستاسو په ټاکنو کې د نفوذ لپاره د ټولنیزو رسنیو اعلانونه واخلي. موږ یقینا دا کوو. ... خو که ستاسو ډموکراسي د یو بهرني هیواد د څو سوه زرو ډالرو په ډیجیټل اعلاناتو ویجاړیدای شي، نو بیا دا [ډموکراسي] دومره پیاوړې نده."
د امریکا مرستیال ولسمشر وینس همداشان د بیان د آزادۍ د له لاسه ورکولو په وړاندې خبرداری ورکړ او وویل: "په بریتانیا او په ټوله اروپا کې، زه ویره لرم چې د بیان آزادۍ د شاتګ په حال کې ده." هغه د اروپایی اتحادیې کمیشنرانو ته په اشارې وویل چې د مدني ناکراریو په وخت کې به ټولنیز رسنۍ بندې کړي که چیرې دوی وګوري چې د دوی د قضاوت له مخې "نفرت لرونکي مینځپانګې" ولري؛ په بریتاینا کې د یو سړي قضیه چې د سقط جنین د کلینیک مخې ته یې په خاموشۍ سره دعا کوله او ونیول شو؛ په جرمني کې د هغو مشکوکو اتباعو په وړاندې د پولیسو چاپه چې د ښځو د حقونو د پلویانو ضد نظریات یې خپاره کړي؛ د مونشن امنیتي کنفرانس تنظیم کونکو ته چې د کنفرانس په خبرو اترو کې یې د هغو قانون جوړونکو د ګډون کولو مخنیوی کړی چې د ملتپاله ګوندونو استازیتوب یې کاوه.
"دا د پخواني شوروي اتحاد د دورې د بدو الفاظو په څیر د 'غلطو معلوماتو' او 'ناقصو معلوماتو' تر شا د متجاوزو علایقو په څیر ښکاري، څوک چې په ساده ډول دا نظر نه خوښوي چې یو کس په بدیل لید سره بل نظر څرګند کړي، یا خدای مه کړه، بل ډول رایه ورکړي، یا تر ټولو بده داچې ټاکنې وګټي."
ښاغلي وینس وویل ډموکراتیک مشران باید د خپلو رای ورکونکو څخه ونه ډاریږي:
"زه باور لرم چې د خلکو ګوښه کول، د دوی اندیښنې لرې کول یا تر دې هم بدتر، د رسنیو تړل، د ټاکنو بندول، یا د سیاسي پروسې څخه د خلکو ایستل هیڅ شی نه خوندي کوي. په حقیقت کې، دا د ډموکراسۍ د ویجاړولو ترټولو ډاډمنه لاره ده.
د امریکا د ولسمشر مرستیال وینس په ډاګه کړه، "ډموکراسي په دې سپیڅلي اصل ولاړه ده چې د خلکو غږ مهم دی،" او زیاته یې کړه، چې "فایروال ته ځای نشته، تاسو به دا اصل منئ او یا به یې رد کوئ."