ولسمشر ټرمپ منځني ختیځ ته په خپل وروستي سفر کې وویل، "په منځني ختیځ کې اکثر خلک سکون، سوله او ثبات غواړي."
هغه وویل، "زمونږ دنده دا ده چې د ترهګرۍ او ګډوډۍ د هغو څو اجنتانو په وړاندې یو موټي شو چې چپیان دي او د میلیونونو نیکو انسانانو ارمانونه یې یرغمل کړي دي."
ولسمشر ټرمپ وویل، "په دې کې تر ټولو لوی ویجاړونکی قوت په ایران کې اوسنی رژیم دی چې په سوریې، لبنان، غزه، عراق، یمن" او د خپلو خلکو دپاره د داسې رنځ اسباب برابر کړي چې تصور یې هم نه کیږي.
"د لسیزو د بي پروایۍ او ناسم مدیریت له کبله دا هیواد داسې تورې وبا سره مخ کړی چې په کې هره ورځ برېښنا د ساعتونو دپاره نه وي. د ایران مشرانو د خپل هیواد د کرهنې وړ شنې کروندې په وچ ډاګ او صحراو بدلې کړې. دا په داسې حال کې ده چې د اوبو مفسده مافیا ډله، راځۍ چې د اوبو مافیا یې ونوموو، د وچکالۍ او د سمندرونو د وچېدو سبب شوې. دوی په خپله بډای شول خو خپل خلک شتمن کیدو ته نه پریږي."
ولسمشر ټرمپ وویل، پدې برسیره، "د ایران مشرانو دې ته پام اړولی چې د خپلو خلکو شتمني غلا کړي او په بهر کې يې د ترهګرۍ تمویل د وینې تویولو ته ملا تړلې ده."
ولسمشر ټرمپ دې مسلې ته په کتو وویل، "بې شمیره انسانان د ایران ددې هڅو په ترڅ کې ووژل شول چې غوښتل یې په سوریې کې یو مات ګوډ رژیم پر ځای وساتي.... په لبنان کې د حزب الله نیابتي جګړه اییزې ډلې د هغه ملت هیلې لوټ او تالان کړې چې یو وخت یې پلازمینه د منځني ختیځ پاریس په نوم پېژندل کیدله."
ولسمشر ټرمپ وویل، سره له دې هم متحده ایالات چمتو دی چې ایران ته د یوه امید بخښونکې راتلونکې دپاره د یوې نوې لارې وړاندیز وکړي.
"هماغسې چی ما په وار وار ښودلي، زه غواړم چې د یوه غوره او با ثباته نړۍ دپاره، حتی که زمونږ توپیرونه ډیر ژور هم وي، تیرې شخړې ختمې او د یوه نوي شراکت لاره پرانیزم. "
ولسمشر ټرمپ اعلان وکړ چې، "زه هیڅکله په دې باور نه یم چې دایمي دښمنان دې ولرم."
"زه غواړم ایران سره یوه معامله وکړم.... خو که د ایران مشرتابه زما له خوا د زیتونو دا څانګه رد کړي او پر ګاونډیو خپلو بریدونو ته دوام ورکړي، بیا نو مونږ هم بله لاره نه لرو پرته له دې چې ورباندې شدید او پراخ فشار واچوو او د ایران د تیلو صادراتو کچه صفر ته را ښکته کړو هماغسې چې ما دا کار پخوا کړی و."
ولسمشر ټرمپ د خپلې لومړۍ دورې په پای کې ویلي وو چې ایران د ترهګرۍ دپاره پیسې نه لري. دوی د حماس او یا حزب الله دپاره پیسې نه لري. هغه بیا ټینګار وکړ چې ایران به هیڅکله هم د اتو مي وسلو خاوند نه شي."
ولسمشر ټرمپ وویل، "اوس نو پریکړه د ایران په لاس کې ده. مونږ خو په رښتیا ددوی دپاره یو بریالی هیواد غواړو."