د متحده ایالاتو د دفاع وزیر لویډ آسټن، د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن، د استرالیا د بهرنیو چارو وزیر پیني وانګ، او د استرالیا د صدراعظم د مرستیال او د دفاع وزیر ریچارډ مارلس تر لیدنو وروسته لویډ آسټن د متحده ایالاتو او استرالیا ترمنځ اړیکې "یو نه ماتیدونکې اتحاد" وباله. ښاغلي آسټن وویل: "آسټرالیا او متحده ایالات د څه دپاسه یوې پیړۍ راهیسې په هره لوی شخړه کې اوږه په اوږه ولاړ دي."
هغه زیاته کړه، "زموږ د دموکراسۍ او زموږ د خلکو ترمنځ پیوستون د ګډې قربانۍ، ګډو ارزښتونو او ګډ تاریخ له لارې رامنځته شوی دی. او لکه څنګه چې موږ راتلونکي ته ګورو، دا اتحاد د پخوا په پرتله خورا قوي دي."
د دفاع وزیر آسټن وویل، متحده ایالات او اسټرالیا د سیمې په هکله ګډ لید لري؛ چیرته چې هیوادونه کولی شي خپل راتلونکی پخپله وټاکي او د دې وړتیا ولري چې له جبر او تهدید پرته امنیت او سوکالي ولټوي.
"له بده مرغه، دا لید نن ورځ ننګول کیږي. د تایوان په شاوخوا، د آرام سمندر د ټاپوګانو هیوادونو او په ختیځ او جنوبي چین سمندرګي او د هند په آرام سمندر کې د چین خطرناکې او قهرجنې کړنې، د سیمې سوله او ثبات ګواښي."
په عین حال کې، د اوکراین په وړاندې د روسیې ظالمانه او بې بنسټه جګړه د قوانینو پر بنسټ ولاړ نړیوال نظم باندې چې هر چیرته د هیوادونو په خونديتوب کې مرسته کوي، برید دی.
د نړیوالو ننګونو پر وړاندې، متحده ایالاتو او آسټرالیا موافقه کړې چې په آسټرالیا کې د متحده ایالاتو د ځواکونو د دوراني حضور په زیاتولو سره خپلې دفاعي همکارۍ ژورې کړي. پدې کې د بمبار د کاري ځواکونو، جنګیالیو، او د متحده ایالاتو د سمندري ځواکونو او د متحده ایالاتو د پوځ د وړتیاو راتلونکی تګ راتګ شامل دي.
د دفاع وزیر آسټن وویل، متحده ایالاتو او آسټرالیا موافقه وکړه چې ځپلمنځي لوژستیکي او دوامداره همکارۍ پراخې کړي؛ کومې چې د دوی "متقابل تحرکات به ژور کړي او د ډیر چټک او انعطاف وړ وړتیاوې به پیاوړې کړي." هغه زیاته کړه، "موږ به په راتلونکو کلونو کې د خپلو دفاعي صنعتي اډو د لا مدغم کولو لارو چارو موندلو ته هم دوام ورکړو. او موږ موافقه وکړه چې درې اړخیزه دفاعي همکارۍ ته وده ورکړو او جاپان ته بلنه ورکړو چې په آسټرالیا کې زموږ د ځواک نوښتونو کې مدغم شي."
ښاغلي آسټن همداشان وویل، "دا هڅې یوازې زموږ د اتحاد نږدې والی نه ښیې، بلکې دا همداشان هغه کار هم ښیې چې موږ یې په ګډه ترسره کوو ترڅو زموږ د ګډ لید لپاره د پام وړ پایلې رامنځته کړي. زه په هغه څه ویاړم چې موږ ترسره کړي، او زه د هغه څه په اړه هیجان لرم چې موږ به په نږدې راتلونکي کې په ګډه ترسره کړو."
برسېره پر دې، د متحده ایالاتو-آسټرالیا اتحاد او شراکت د دفاع او امنیت څخه ډیره پراخه ده: دواړه هیوادونه ژمن دي چې د څو اړخیز سیسټم د پیاوړتیا او سمون لپاره خپلې همکارۍ ژورې کړي او د اقلیم بحران د حل لپاره څو اړخیز اقدام پیاوړی کړي؛ د بشري حقونو او بنسټیزو آزادیو، ډیموکراسۍ، او د جنډر مساوات او برابرۍ وساتي او وده ورکړي؛ او د ټکنالوجۍ، سایبر سپیس، راکړې ورکړې او سوداګرۍ د پرمختګ لپاره مقرراتو ته وده او لاره حواره کړي.