Accessibility links

Breaking News

د متحده ایالاتو او جاپان اړیکې لا پراخیږي


بلینکن او د جاپان د صدراعظم کتنه
بلینکن او د جاپان د صدراعظم کتنه

د بهرنیو چارو وزیر بلینکن وویل، متحده ایالات او جاپان په ګډه کار کوي چې "د اکمالاتو سلسله لا زیاته غښتلې او جوړه کړي، د مهمو منرالونو امنیت او د مصنوعي استخباراتو په څیر شیانو مقررات تنظیم کړي."

د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن د خپل وروستي سفر په ترڅ کې په ډاګه کړه چې، د متحده ایالاتو او جاپان اتحاد په فوق العاده طریقو وده کړې. د دوه اړخیزو اړیکو څخه د نړیوال تمرکز په لور تللی، "چیرې چې جاپان او متحده ایالات د پرمختګ، ښیګڼې، [او] زموږ د خلکو او په ټوله نړۍ کې د خلکو په ژوند کې د بدلون لپاره حرکت هڅوي."

په تیرو څلورو کلونو کې، متحده ایالاتو او جاپان خپلې امنیتي اړیکې پیاوړې کړې، خپله قومانده او کنټرول یې عصري کړی او د دفاعي صنعتي اډې د پیاوړتیا لپاره یې د دفاعي تولیداتو په برخه کې په ګډه کار کړی دی.

بلینکن وویل، متحده ایالات او جاپان قوي اقتصادي اړیکې لري.

"موږ د یو بل په اقتصاد کې ترټولو لوی پانګه اچوونکي یو. موږ په ګډه کار کوو چې د اکمالاتو سلسله لا زیاته غښتلې او جوړه کړو، د مهمو منرالونو امنیت او د مصنوعي استخباراتو په څیر شیانو مقررات تنظیم کړو. او ددې ټولو لارو په هر یو او زیاتو داسې نورو کې، موږ د راتلونکو کلونو لپاره بنسټ پیاوړی کوو."

متحده ایالاتو او جاپان په ګډه، په ټوله سیمه او نړۍ کې د شریکانو نوې شبکې جوړې کړې دي: د جاپان، کوریا جمهوریت [جنوبي کوریا]، او متحده ایالاتو ترمنځ درې اړخیزې اړیکې؛ د جاپان او فیلیپین سره درې اړخیزه ملګرتیا؛ او د هند او آسټرالیا سره د قواډ بیا ژوندي کول، په کې شامل دي.

د بهرنیو چارو وزیر بلینکن یادونه وکړه چې د ملي حاکمیت څخه سرغړونې په نړیواله کچه د اندیښنې وړ دي. په حقیقت کې، کله چې روسیې په ۲۰۲۲ کې په اوکراین برید وکړ، یو له لومړیو هیوادونو څخه چې د اوکراین د ملاتړ لپاره ودرید جاپان و.

"دلته یوه پیژندنه او یو څه و، ځکه چې جاپان ولیدل او وپیژندل او ودرید، په ټوله نړۍ یې غږ وکړ. درک دا و، هغه تیري چې روسیه یې کوي نه یوازې د اوکراین په وړاندې، نه یوازې د اوکراین د خلکو په وړاندې، بلکې د هغو اصولو خلاف دی چې د نړیوال سیسټم په په مرکز کې دي او هغه اوصول چې د سولې د ساتلو او امنیت ساتلو لپآره طرحه شوي او د ملګرو ملتونو د منشور اساس دی لکه ځمکنۍ بشپړتیا، حاکمیت، خپلواکي."

د بهرنیو چارو وزیر وویل، "موږ په داسې وخت کې ژوند کوو چې د بل هر وخت په پرتله په همفکره هیوادونو کې د یو بل سره د کار کولو، همغږي کولو، همکارۍ کولو، [او] خبرو اترو لپاره ډیرې لارې شته." بلینکن زیاته کړه، "جاپان او متحده ایالات د لارې رهبري کوي، او زه پوره باور لرم چې دا به د ډیرو، ډیرو کلونو لپاره دوام ومومي."

XS
SM
MD
LG