Accessibility links

Breaking News

امریکا به د ایران د بې ثباته کوونکو فعالیتونو په وړاندې مبارزې ته دوام ورکړي 


متحده ایالات هوډمن دي چې د اټومي وسلو د ترلاسه کولو لپاره د ایران د رژیم مخه ونیسي. ولسمشر جو بایډن په وار وار دا روښانه کړې ده. هغه دا هم څرګنده کړه چې د هغه په باور دې هدف ته د رسیدو غوره لاره دپلوماسۍ ده.

د ۲۰۲۱ د اپریل له میاشتې راهېسې متحده ایالتونو اتومي تړون ته د بشپړ ګرځېدو په هدف له غیر مستقیم ډول له ایران سره په مذاکراتو بوخت دی. متحدو ایالتونو په ۲۰۱۸ کال کې د ولسمشر دونالډ ټرمپ په دوره کې له دغه تړون څخه ووت او د ایران له وتلو وروسته، که یې غوښتی وای، دا هېواد پوره وخت درلوده چې د اتومي وسلې د تولید لپاره کافي مواد، چې له تړون څخه د امریکا تر وتلو د یو کال مخکې وخت په پرتله اوس په ډراماتیک ډول ډېر کم شوی، تولید کړي. د امریکا د ملي امنیت شورا د ستراتیژیکو اړیکو همغږي کوونکي جان کربي له العربیه سره په یوه مرکه کې ټینګار وکړ چې پرته له دې چې د ایران د اټومي تړون بشپړ تطبیق لپاره متقابل راستنیدل کېږي که نه، متحده ایالات په سیمه کې د ایران د بې ثباته کونکو فعالیتونو د مخنیوي لپاره بشپړ چمتووالی لري. کوم [فعالیتونه] چې په ۲۰۱۸ کې له تړون څخه د متحده ایالاتو د وتلو راهیسې مخ په زیاتیدو دي.

د متحده ایالاتو د ملي امنیت د شورا د ارتباطاتو همغږي کوونکي کربي وویل: "د [اټومي] معاملې سره یا پرته، موږ به د خپل ملي امنیت ګټو دفاع وکړو." هغه زیاته کړه، "موږ کولی شو دا په اقتصادي توګه د بندیزونو له لارې ترسره کړو، چې لاهم په ځای پاتې دي. او موږ کولی شو دا د خپلو خلکو او خپلو تاسیساتو د دفاع په برخه کې په نظامي توګه ترسره کړو.

ښاغلي کربي وویل، متحده ایالات د دا ډول ګامونو پورته کول غوره نه ګڼي، "ځینې تصمیمونه شته چې ایران یې باید ونیسي. نه یوازې د [خبرو] میز پرسر د [اټومي] معاملې په اړه، بلکې دا چې دوی غواړي په سیمه کې څه ډول راتلونکی د ځان لپاره وویني."


ښاغلي کربي په ډاګه کړه چې د ایران مشران "هغه څوک دي چې د ترهګرو شبکو ملاتړ کوي. دوی هغه کسان دي چې سمندري ترافیک ګواښي. دوی هغه څوک دي چې په منځني ختیځ کې په سیاسي ډګر کې د بې ثباتۍ سره مرسته کوي. او دوی کولی شي پخپله ځینې تصمیمونه ونیسي تر څو ددې ډول کارونو مخه ونیسي. او دوی به له هغه ډول فشار سره مخ نه شي چې د متحده ایالاتو او نورو هیوادونو لخوا له اقتصادي او نظامي پلوه ترلاسه کوي.

XS
SM
MD
LG