Accessibility links

Breaking News

د امریکا متحده ایالات به هیڅکله د جرمونو نړیواله محکمه ونه زغمي


د نړیوالو جرمونو په عدلي سازمان کې د امریکا سفیر مورس تان
د نړیوالو جرمونو په عدلي سازمان کې د امریکا سفیر مورس تان

د امریکا متحده ایالات به هیڅکله د روم اساسنامه چې د جرمونو د نړیوالې محکمې یا د هاګ محکمې د جوړیدو سبب شوې په رسمیت ونه پیژني او هماغسې چې د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو اعلان کړی: "مونږ به د هغې (هاګ محکمې‌) نامشروع هڅې چې امریکایان تر خپل قضایي قلمرو لاندې راوړي ونه زغموو."

د امریکا متحده ایالات د امریکا او امریکایانو د حاکمیت د ساتلو لپاره د غیر عادلانه او غیرقانوني تعقیبونو په وجه د جرمونو د نړیوالې محکمې د څارنوالې فاتو بنسوده او د هغې د ټیم د لوړپوړي غړي موکوچیکو فکیسو پر ضد اقتصادي بندیزونه لګولي دي.

د نړیوالو جرمونو په عدلي سازمان کې د امریکا سفیر مورس تان، په یوه مرکه کې وویل چې د جرمونو نړیواله محکمه د خپل اصلي ماموریت نه منحرفه شوې ده. د جرمونو نړیواله محکمه ددې پر ځای چې د هیوادونو د عدلي سیستمونو سره متممه شي چې د ډله ییزو جنایتونو مجرمین عدالت ته راکاږي، د امریکا د متحده ایالاتو له پرسونل او زمونږ له متحدینو څخه په سیاسي انګیزې ارزونې او پلټنې پیل کړي دي.

"د جرمونو نړیواله محکمه لکه څنګه چې ټاکل شوی وه کار وکړي عمل یې ندی کړي. دغه محکمه باید وروستی حل لاره وای. او مونږ دمخه هغه پلټنې کړي دي چې زمونږ په پرسونل پأورې مربوطې دي...مونږ پراخ عدلي سیستم لرو چې د نړیوالو الګو او د حسادت (وړ) دی. او دغه خیال چې مونږ نشو کولای ددې له عهدې ووځو، په زغرده خندونکی دی."

سفیر مورس تان وویل چې د جرمونو د نړیوالې محکمې سیاسي پلټنې د هغې جملې نه په افغانستان کې زمونږ د پرسونل پر ضد پلټنې د عدالت د تامینولو پر ځای د هغې د پلي کولو خنډ کیږي.

"او هغه څه ندي چې محکمه یې باید وکړي. دا حتی د هغې د سرسختو پلویانو په وینا تر ډیره حده نابسیا او غیر ګټور دي. په مجموعي توګه یې د اساسي جنایاتو په اړه د محکومیت څلور (قضیې) د روم د اساسنامې له مخې تعقیب کړي دي چې یو یې هم استناف ندی غوښتی. د امریکا متحده ایالاتو له هغه څه څخه زیات کارونه ترسره کړي چې دغې محکمې پدې هکله تعقیب کړي دي."

مهم اصلاحات لازم دي تر څو د جرمونو د نړیوالې محکمې د سیستم پاتې تمامیت وساتل شي او د امریکا متحده ایالاتو ته اجازه ورکړي چې که لازم وي محکمې سره همکاري وکړي. سفیر مورس تان ټینګار وکړ چې جمهور رئیس او د بهرنیو چارو وزیر مصمم دي تر څو چې (اصلاحات ) ونه شي د متحده ایالاتو د پرسونل تر څنګ ودریږي او هغوی هغې محکمې ته د وړاندې کیدو څخه حفظ کړي چې پر عدالت باندې یې تمرکز له لاسه ورکړی دی.

XS
SM
MD
LG