Accessibility links

Breaking News

په سوډان کې جنایت کوونکي باید مسؤل وګڼل شي


د ملګرو ملتونو د مدیریت او اصلاحاتو لپاره د متحدو ایالتونو استازي سفیر جیفري بارتوس وویل "د امریکا متحده ایالتونه په ټول سوډان کې په ځانګړې توګه په الفاشر او د دارفور او کردفان سیمو په نورو ځایونو کې، روان وحشتناک تاوتریخوالی په کلکه غندي."

"موږ د دسمبر په ۱۳مه د جنوبي کردفان په کادوګلي کې د ملګرو ملتونو د سوله ساتو ځواکونو په نښه کول په سختو ټکو غندو... د ټرمپ اداره په څرګنده توګه د سوډان د وسله والو ځواکونو او د چټک ملاتړ ځواکونو لخوا ترسره شوي جرمونه غندي. پدې کې په الفاشر کې د چټک ملاتړ ځواکونو لخوا ترسره شوي جنایتونه او په وادي مداني کې د سوډان د وسله والو ځواکونو لخوا د ملکي وګړو د قومي هدف ګرځولو راپورونه شامل دي."

متحده ایالتونه د سوډان د وسله والو ځواکونو لخوا د کیمیاوي وسلو کارول هم غندي، چې د کیمیاوي وسلو د کنوانسیون سرغړونه ده. "او موږ باید سوډان مسؤل وګڼو." سفیر بارتوس ټینګار وکړ:

"مسؤلیت اختیاري نه دی." "دا د کنوانسیون د اعتبار بنسټ دی. اجازه راکړئ چې روښانه کړم: اوس دا د سوډان د وسله والو ځواکونو او د چټک ملاتړ د ځواکونو مسؤلیت دی چې دا وحشتناکه شخړه پای ته ورسوي."

سفیر بارتوس وویل چې د ولسمشر ډونالډ ټرمپ په مشرۍ، د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو او لوړ پوړي سلاکار مساد بولوس د بشري اوربند له لارې د پرمختګ لاره وړاندې کړې ده.

"موږ د جګړې له دواړو خواوو څخه غوښتنه کوو چې سمدستي پرته له کوم شرط څخه دا پلان ومني. موږ همدارنګه په ټولو خواوو غږ کوو چې پر ملکي وګړو د بریدونو څخه د ډډې کولو او په ټول هیواد کې بشپړ، خوندي او بې خنډه بشري مرستو ته د لاسرسي د اجازې په شمول خپلې بشري ژمنې پوره کړي. دا اړینه ده چې اړوند چارواکي د دسمبر له ۳۱مې وروسته د چاډ سره د ادرې د پولې پرانیستل وغځوي. د بشري مرستو رسولو یا د لاسرسي سیاسي کولو لپاره باید هیڅ ډول مخکینۍ شرطونه نه وي."

دا ویجاړونکې جګړه، د الفاشر سقوط، د کردفان په سیمه کې د شخړو زیاتوالی، او د خرطوم په زړه کې د کلونو شخړې د ښکیلو خواوو لپاره د بهرنیو مالي او نظامي ملاتړ پرته ممکن نه وې.

سفیر بارتوس خبرداری ورکړ: "هره خوا ته د وسلو ورکول به شخړه اوږده کړي، او که چیرې دا وسلې د کمیټې له تصویب پرته په دارفور کې ښکیلو خواوو ته ورکړل شي، نو دا به د ملګرو ملتونو د وسلو د بندیز څخه سرغړونه وي. دا باید ودرول شي."

متحده ایالتونه د امنیت شورا هڅوي چې د بندیزونو په ګډون خپل موجوده وسایل وکاروي، ترڅو هغه کسان چې په دارفور کې جنایت ترسره کوي، مسؤل وګڼل شي.

XS
SM
MD
LG