Accessibility links

Breaking News

نړیوالې سولې ته ګواښونه


پر اوکراین د روسیې بریدونه
پر اوکراین د روسیې بریدونه

په ملګرو ملتونو کې د سیاسي چارو لپاره د متحده ایالاتو بدیل استازي رابرټ ووډ وویل: "موږ به د هغو کسانو په ګوته کولو ته دوام ورکړو چې د اوکراین د خلکو په وړاندې د روسیې او د هغې وحشیانه یرغل ته زمینه برابروي."

د اوکراین او روسیې ترمنځ د روانې جګړې له امله نړیوالې سولې او ثبات ته ګواښونه دوام لري. په حقیقت کې، لکه څنګه چې روسیه د جګړې په ډګر کې کیمیاوي وسلې ځای په ځای کوي او د ملکي خلکو وژلو ته دوام ورکوي او د اوکراین مهمې زیربناوې ویجاړوي، ایران، شمالي کوریا او چین روسیې ته هغه مادي ملاتړ چمتو کوي چې د جګړې لپاره ورته اړتیا لري.

په ملګرو ملتونو کې د سیاسي چارو لپاره د متحده ایالاتو بدیل استازي رابرټ ووډ وویل، ایران، چې د ترهګرۍ په ملاتړ کې د نړۍ تر ټولو مخکښ هېواد دی، په مستقیمه توګه د پوځي ملاتړ له لارې د روسیې تېري ته لمن وهي، هغه وژونکې وسلې چمتو کوي، چې کرملین یې د اوکراین د ملکي وګړو او زیربناوو پر ضد کاروي.

"له [پخواني] شوروي اتحاد څخه د اوکراین د خپلواکۍ د کلیزې په ورځ، د راپورونو له مخې، روسیې په یو لوی برید کې د شهید په نامه شاوخوا سل [بې پیلوټه الوتکې] او «ګلایډ» بمونه کارولي چې په ټول اوکراین کې مهمې زیربناوې په نښه کوي، چې په کې د بریښنا شبکه، د بریښنا فابریکې او د طبیعي ګاز تاسیسات شامل دي...روسیه له ایران سره د ملګرتیا له امله دغه بې پیلوټه الوتکې (UAVs) اخلي یا تولیدوي."

سفیر ووډ خبرداری ورکړ: "که ایران روسیې ته د بالستیک توغندیو په سپارلو کې پرمخ ولاړ شي، دا به د ډراماتیک زیاتوالي سبب شي، او نړیوالې سولې او امنیت ته به یو جدي خطر وي."

سفیر ووډ وویل: د کوریا د خلکو دیموکراتیک جمهوریت، یا DPRK، له خوا روسیې ته د بالستیک توغندیو د وسلو لیږدول هم اوکراین ته لوی زیان رسوي.

"د کوریا د خلکو دیموکراتیک جمهوریت په غیرقانوني ډول لسګونه بالستیک توغندي او له ۱۶۵۰۰څخه زیات کانټینرونه وسلې او مهماتو او د وسلو اړوند توکي روسیې ته لیږدولي دي، چې د اوکراین د خلکو کړاو اوږدوي. د روسیې لخوا د کوریا د خلکو د دیموکراتیک جمهوریت د بالستیک توغندیو پیرودل د کوریا د خلکو په دیموکراتیک جمهوریت باندې د ملګرو ملتونو د وسلو بندیز څخه سرغړونه ده چې روسیې یې پخپله پدې شورا کې ملاتړ کړی و."

سفیر ووډ وویل، روسیه هم له چین څخه د پام وړ ملاتړ ترلاسه کوي:

"چین روسیې ته نایټرو سیلولوز، ماشین الات، مایکرو الکترونیک، بصري توکي او بې پیلوټه الوتکې او د کروز توغندیو ټیکنالوژي صادروي چې روسیه د ملکي وګړو او د اوکراین زیربنا باندې په خپلو بریدونو کې ترې کار اخلي. موږ د تیر یو نیم کال په اوږدو کې د روسیې د وسلو پراخه زیرمه لیدلې ده چې ټانکونه، توغندي او مهمات په کې شامل دي - دا ټول د چین د دوه اړخیزو وارداتو نتیجه ده."

سفیر ووډ وویل، متحده ایالات به د کرملین د یرغل د قربانیانو لپاره د عدالت او د مسؤلینو د حساب ورکولو غوښتنې ته دوام ورکړو. "او موږ به د هغو کسانو پر ګوته کولو ته دوام ورکړو چې د اوکراین د خلکو په وړاندې د روسیې او د هغې وحشیانه یرغل ته زمینه برابروي."

XS
SM
MD
LG