د امریکا متحده ایالات د سوریې د سویدا په سیمه کې د ملکیانو پرضد تشدد چې د جولای د میاشتې راهیسې پیل شوی، په کلکه غندي. په ملګرو ملتونو کې د امریکا سرپرستې استاځې دروتي شې پر «ټولو خواوو غږ وکړ چې د اوربند د ترتیباتو درناوی وکړي».
سویدا د سوریې په جنوب کې یوه سیمه ده چې اکثره اوسیدونکي یې د دورز د ټولنې غړي دي او په کښي کوچنی شمیر عیسویان او بدویان هم شامل دي. د بدوي او دروز د ټولنو ترمنځ د جولای په نیمايي کې سختې نښتې وښوې چې وروسته بیا د سوریې د حکومت ځواکونو هم په جګړې کې برخه واخیسته. د مطبوعاتي ريپوتونو له مخې په دې چګړه کې لږ تر لږه ۸۰۰ کسان وژل شوي دي.
سفیرې شي پر دې ټینګار وکړ چې د سوریې چارواکي باید ددې وژنو د عاملینو سره حساب و کتاب وکړي
هغې داسې وویل « مونږ د سوریې د حکومت د اقداماتو هرکلی کوو چې جامع تحقیقات وکړي او د وروستي تشدد د عاملینو سره حساب وکړي او دغه راز په سیمه کې د مرستو د رسیدو، د عامه خدماتو د بیرته فعاله کیدو او خپلو کورونو ته د بې ځایه شویو خلکو د ستنولو اقدام ستايو. مونږ دغه راز د سوریې د حکومت د هغې ژمنې هرکلی کوو چې ویلي یې دي چې د ملګرو ملتونو سره په تحقیقاتو کې چې د جرمونو تحقیقات کوي، پوره همکاري کوي او دملګرو ملتونو د اړوندې ادارې سره د حیاتي مرستو په رسولو کې همږغي وکړي. »
میرمن شې ټینګار وکړ چې «د یوې متحدې او د ټولو په استاځیتوب سوریې ته په کار ده چې یو متداوم، شفاف او د اعتیبار وړ عدلي نظام ولري.»
هغې داسې وویل«اوس نو دا د سوریې په حکومت پورې اړه لري چې د هغو کسانو د نیولو په توقیف کې ساتلو او پرضد یې د اقداماتو ترسره کولو دپاره ګامونه پورته کړي چې جرایم یې ترسره کړي او د سوریې په بې ثباتۍ کې فعاله ونډه لري.»
میرمن شې زیاته کړه چې امریکا متحده ایالات دا مرام نلري چې پر سوریې باندې د هغه هیواد د حکومت شکل یا اساسي قانون تعمیل کړي خو د وروستي تشدد په درشل کې « دوه مسلې باید چې واضیح شي»
هغې داسې وویل «تر هرڅه دمخه باید د فرقه ايي جګړه دپاره هیڅ ځای نه وي. د سوریې حکومت باید په قاطع او متداوم ډول اقدام وکړي چې ټول وژعوري پرته له دې چې قومیت یا دین یې په نظر کې وساتي. باید د سوریې د پوځ د هغو غړو په برخه کې چې پر دوي د شوي اعتماد څخه ناوړه ګټه پورته کوي د هیڅ ډول ځعم څخه کار وانه خیستل شي او په حق کې یې عدالت پلي شي. دویم دا چې هر سوریه يي ددې حق لري چې خپل د حکومت په راتلونکې کې یې غږ واوریدل شي.»
میرمن شې داسې وویل«د سوریې خلکو د ۱۳ نه زیات کلونه جګړه وکړه چې نه یواځي ځانونه د بشارالاسد څخه خلاص کړي بلکې د خپل برخلیک د په خپله ټاکلو دپاره حق پیدا کړي. یواځنۍ لاره چې سوریه به باثباته شي دا ده چې ټول د سوریې خلک خپل په راتلونکې کې ونډه ولري او ټول په ګډه سره قدرت شریک کړي.»
هغې داسې وویل« په همدغه خاطر مونږ د سوریې د حکومت او ټولو مشرانو څخه غواړو چې د خپلې مشترکې راتلونکې په هکله معنی داره مزاکرات وکړي.،،