Accessibility links

Breaking News

د امریکا د مالیې وزارت د سینالو د نشه يي توکو په ځواکمنې ترهګرې ډلې بندیزونه ولګول


د متحدو ایالتونو د مالیې وزارت له خوا نوي لګیدلي بندیزونه
د متحدو ایالتونو د مالیې وزارت له خوا نوي لګیدلي بندیزونه

د متحدو ایالتونو د مالیې وزارت د بهرنيو شتمنيو د کنټرول دفتر (OFAC) د سېنالوا په نوم د مخدره توکو د کاروباریانو باند یا کارتل اړونده ډله "لاس مایوس" او د دې ډلې د وسله والې څانګې پر مشر بندیزونه لګولي دي.

دا بندیزونه د سپتمبر پر ۱۸مه نېټه د امریکا او مکسیکو پولې ته د امریکا د ترهګرۍ او مالي استخباراتو لپاره د مالیې وزارت د مرستیال وزیر جان هېرلي د سفر نه وروسته اعلان شول.

(OFAC) همداراز پنځه افراد او ۱۵ شرکتونه د "لاس مایوس" د یوې سیمه‌ییزې شبکې سره تړلي نومولي، چې د امریکا او مکسیکو پولې په جنوب لور کې فعالیت کوي. دغه راز د بندیزونو په لست کې د سېنالو د مخدره توکو د بانډ د یوې بلې اړوندې تړلې ډلې مشر نو م هم شامل دي چې د فېنتانېل په تولید بوخت دی.

مرستیال وزیر جان هېرلي وویل:
"د سېنالو کارټل ډله یوه بهرنۍ ترهګره ډله ده چې لا هم نشه‌يي مواد قاچاقوي، خپلې [ناقانونه] پیسې سپینوي، او سیمه‌ییز چارواکي په فساد اخته کوي."

د لاس مایوس ډله د فېنتانېل، کوکاین، چرس، هیرویین، او میتامفېټامین د تولید او انتقال مسؤلیت لري، چې له شمال لوېدیځ مکسیکو څخه امریکا ته قاچاق کیږي. په روزارېتو، باها او کالیفورنیا کې نوموړې ډله د اختطاف، زورواکۍ، پیسو سپینولو، او سیمه‌ییز حکومتونو د فساد مسؤله ګڼل کیږي.

د امریکا او مکسیکو پولې ته د نږدېوالي له امله، روزارېتو او شاوخوا سیمې د سېنالو کارټل د مخدره موادو د قاچاق لپاره په مهم دهلېز بدل کړی دی.

سېنالو کارټل د امریکا له‌خوا نومول شوې یوه بهرنۍ ترهګره ډله ده چې امریکا ته د ناقانونه فېنتانېل د زیات مقدار قاچاقو مسؤله ګڼل کېږي، هغه مخدره توکي چې امریکایان وژني.

سربېره پر دې، سېنالو کارټل د ناقانونه کډوالو د قاچاقو له لارې هم عواید ترلاسه کوي.

هوان هوزيه پونس فېلېکس، چې د هيسوس الېهاندرو سانچېز فېلېکس یا "ال روسو" په نوم هم پېژندل کېږي، د "لاس مایوس" د اصلي وسله‌والې څانګې بنسټ‌اېښودونکی او مشر دی، چې د کالیفورنیا په باها کې د نشه‌يي موادو د قاچاقو لارې کنټرولوي.

"لاس مایوس" د شمالي باها کالیفورنیا زیاتې سیمې تر خپل کنټرول لاندې لري، چې د مخکې‌نومول شويو کارټل مشرانو، الفونسو آرزاتې ګارسیا او رېنې آرزاتې ګارسیا (چې د آرزاتې وروڼه بلل کېږي) تر مشرۍ لاندې فعالیت کوي.

د رېنې آرزاتې له‌خوا کنټرولېدونکو سیمو کې یوه هم روزارېتو ده.

روزاریتو یو ساحلي ښار دی چې د امریکا او مکسیکو له پولې شاوخوا ۱۵ مایله جنوب لوري کې دی.

د پولې د نږدېوالي له امله، روزارېتو او شاوخوا سیمې د سېنالو کارټل لپاره امریکا ته د مخدره موادو د قاچاق یوه حیاتي لاره ده.

رېنې آرزاتې په دې سیمه کې خپل کنټرول د خپلو څو نږدې کسانو په واسطه ساتي، چې پکې ماريو البرتو هېرېرا سانچېز او کارلو اومار هېرېرا سانچېز هم شامل دي.

مرستیال وزیر هېرلي وویل: "دا اقدام، چې زموږ د قانون نافذوونکو شریکانو سره په همغږۍ شوی، د پولو په اوږدو کې د ګواښونو د مخنیوي لپاره د ولسمشر ټرمپ د لومړیتوبونو په اړه د مالییې وزارت ژمنتیا څرګندوي."

XS
SM
MD
LG