Accessibility links

Breaking News

دوه ګامونه کولی شي په اوکراین کې جګړه پای ته ورسوي


د اور وژنې عمله پر اوکراین باندې د روسیې د بې پیلوټه الوتکې د برید په نتیجه کې د رامنځته شوي اور د وژلو هڅه کوي
د اور وژنې عمله پر اوکراین باندې د روسیې د بې پیلوټه الوتکې د برید په نتیجه کې د رامنځته شوي اور د وژلو هڅه کوي

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر بلینکن وایي: "یوه عادلانه او تلپاتې سوله باید د حاکمیت، ځمکنۍ بشپړتیا او خپلواکۍ اصول تایید کړي." هغه زیاته کړه، "یوه عادلانه او تلپاتې سوله باید د اوکراین حق خوندي کړي چې خپله لاره، خپل متحدین او خپله راتلونکې غوره کړي."

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن د اوکراین په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د وزیرانو په وروستۍ غونډه کې وویل، ولادیمیر پوتین "به د اوکراین پر ضد خپلې ناحقې جګړې ته دوام ورکړي." په هرصورت، د جګړې پای ته رسولو لپاره، دوه سمدستي او یو بل سره تړلي ګامونه شته چې نړیواله ټولنه یې باید پورته کړي.

"لومړی، موږ باید د شمالي کوریا او ایران سره د روسیې د مخ پر ودې همکارۍ په وړاندې اقدام وکړو."

"ایران له ۲۰۲۲ کال راهیسې کرملین ته وسله والې بې پیلوټه الوتکې ورکوي او په روسیه کې یې د بې پیلوټه الوتکو یوه فابریکه جوړه کړې ده. یوازې څو اونۍ وړاندې یې روسیې ته سلګونه لنډ واټن ویشتونکي بالستیک توغندي انتقال کړل او تهران په خپل هیواد کې روسي پوځي پرسونل وروزه چې دا وسلې وکاروي.»

"په عین حال کې، د کوریا دموکراتیک جمهوریت روسیې ته په وسلو او مهماتو بار ریل ګاډي لیږلي دي، چې په کې د بالستیک توغندیو، لانچرونو او د توپخانې په ملیونونو مرمۍ شاملې دي."

دوهم ګام، د بهرنیو چارو وزیر بلینکن وویل، د شخړې د سوله ایز حل لپاره د یوې لارې موندل دي. "[الف] موږ ټول دلته مسؤلیت لرو چې د عادلانه او تلپاتې سولې لپاره د اوکراین د غوښتنې ملاتړ وکړو."

"یوه عادلانه او تلپاتې سوله باید د حاکمیت، ځمکنۍ بشپړتیا او خپلواکۍ اصول تایید کړي."

"یوه عادلانه او تلپاتې سوله باید د اوکراین حق خوندي کړي چې خپله لاره، خپل متحدین او خپل راتلونکی غوره کړي."

"یوه عادلانه او تلپاتې سوله د اوکراین بشپړ ګډون او رضایت ته اړتیا لري."

"یوه عادلانه او تلپاتې سوله باید د اوکراین د بیارغونې او بیرته جوړیدو ملاتړ وکړي، او روسیه باید د هغه زیان لپاره چې رامنځته کړی یې دی، پیسې ورکړي."

"یوه عادلانه او تلپاتې سوله باید دواړه حساب ورکونې او پخلاینې ته ځواب ووایي."

بلینکن وویل: "د [ملګرو ملتونو د امنیت] شورا یو له لومړنیو مسوولیتونو څخه د شخړو د سوله ییز حل لټه ده." او زیاته یې کړخ، "خو هغه لاره چې شورا د دې شخړې د پای ته رسولو هڅه کوي اهمیت لري."

هغه وويل: "نورو هېوادونو خپل وړانديزونه وړاندې کړي دي - چې ځينې يې د يرغلګر او تيري کوونکي ترمنځ په توپير کې پاتې راغلي او پر ټولو خواوو غږ کوي چې تاوتريخوالی کم کړي."

"پدې لړ کې یو وړاندیز به د پوتین تیري ته انعام ورکړي، هغه ته اجازه ورکړي چې آرام وکړي، بیا په وسلو سمبال شي، په اوکراین باندې بیا یرغل وکړي - لکه څنګه چې یې دا کار وخت په وخت کړی دی. دا به همداشان د نړۍ په هر ګوټ کې یرغلګر وهڅوي."

"لکه څنګه چې تاریخ موږ ته درس راکوي، له اصولو پرته سوله د لا زیاتو جګړو، لا زیاتو کړاوونو او لا زیاتې بې ثباتۍ لامل کیږي."

"نو، ټولو هغو هېوادونو ته چې غواړي دا شخړه پای ته ورسیږي - او په داسې طریقه یې ترسره کړي چې تلپاتې وي – د مخ پر وړاندې تګ چټکه لاره ساده ده: د هغو کسانو مخه ونیسئ چې د پوتین تیري ته وده ورکوي او ممکن کوي یې او د داسې عادلانه سولې غوښتنه کوي چې د ملګرو ملتونو د منشور د اصولو ملاتړ کوي."

XS
SM
MD
LG