د امریکا د دفاع وزیر، پیت هیګسیت، د جولای په ۱۴مه د جرمني د دفاع له وزیر بوریس پیستوریوس سره ولیدل او یو ځل بیا یې د ناټو د دې دوو متحدینو تر منځ پیاوړې اړیکې تایید کړې.
وزیر پیستوریوس ته د ښه راغلاست په خبرو کې، د امریکا ددفاع وزیر هیګسیت وویل:"زما په اند، موږ په ناټو کې دننه او د جرمني له خوا د مالي لګښت ژمنو او د اروپا مشرتابه ته د ژمنو له مخې بیساري پرمختګ لیدلی دی."
هغه زیاته کړه: "زه غواړم ستاسو ستاینه او له تاسو مننه وکړم، د هغو مرستو او ملګرتیا په خاطر چې موږ به ورته په ګډه دوام ورکوو."
د امریکا د دفاع وزیر وویل، "امریکا د هغو مرستو منندویه ده چې د جرمني حکومت یې په جرمني کې مېشتو امریکایي سرتېرو ته برابروي.
هغه وویل، "ستاسو د تل پاتې ملګرتیا او دوستۍ څخه مننه کوم."
ددې لیدنې کتنې نه مخکې ښاغلي هیګسیت د ولسمشر ډونالډ ټرمپ، مرستیال جې ډي وینس، نورو امریکایي چارواکو او د ناټو له عمومي منشي مارک روټه سره په سپینې ماڼۍ کې وکتل څو پدې اړه خبرې وکړي چې امریکا به په راتلونکي کې له اوکراین سره څنګه مرسته کوي.
په دې پلان کې اوکراین ته د وسلو ورکړه شامله ده چې لګښت به یې ناټو په غاړه اخلي. په عین وخت کې ولسمشر ټرمپ وویل، جرمني منلې چې ځینې خپل توغندي چې ناتو ویلي بیرته به یې ورکړي د اوکراین سره مرسته وکړي.
جرمني، د ناټو د ټولو نږدې ملګرو هیوادونو په څېر دا ژمنه کړې ده چې د خپل ناخالص کورني تولید پنځه سلنه به د دفاع په برخه کې مصرف کړي، چې دا کار ناټو ته ډیره ګټه رسوي.
د ناټو عمومي منشي روټه دا هم وویل چې جرمني د اوکراین د پیاوړتیا او دفاعي تولیداتو د صنعت پراختیا دپاره مرستندوي لوړ ګامونه اوچت کړي دي.
د امریکا ددفاع وزیر هيګسيت خپل جرمني سیال ته وویل، "زه د لا نورو زیاتو همکاریو په تمه یم،"
هغه دا یادونه هم وکړه چې جرمني په لیتوانیا کې د یوې پوځي لوا په اعزامولو د اروپا امنیت ته ژمنتیا ښودلې ده او په ۲۰۲۲ کال کې یې د امریکا د (پنځم نسل) پنځه دیرش جنګي جټ الوتکو د اخیستلو پرېکړه یې هم کړې ده.
د جرمني دفاع وزیر ښاغلي پیستوریوس وویل د اوږدې همکارۍ له لارې امریکا او جرمني نه یوازې خپلې دفاعي چارې پیاوړې کړی دي بلکې خپلو نورو شریکانو ته یې هم د امنیتي پیاوړتیا زمینه برابره کړې ده.
هغه وویل، "جرمني او متحده ایالات د اوږدمهالې، ژورې او ډاډمنې دوستۍ ملګري دي. دا داسې ملګرتیا ده چې نه یوازې زموږ دواړه هېوادونه پیاوړي اوبرلاسي کوي، بلکې د ارام سمندر د سیمې ائيتلاف لپاره هم دا ملګرتیا ګټوره ثابته شوې ده."
د جرمني دفاع وزیر وویل، دا واضحه ده چې جرمني به تر ۲۰۲۹ کال پورې د خپل ناخالص کورني تولیداتو ۳.۵ سلنه برخه یوازې دفاعي چارو ته ځانګړې کړي.
متحده ایالتونه ژمن دي چې د دواړو هېوادونو، اروپا او د آزادې نړۍ د ساتنې او دفاغ دپاره له جرمني سره لا نږدې کار او هڅو ته دوام ورکړي.