Accessibility links

Breaking News

متحده ایالات او شریکان یې افغانانو سره د مرستې لپاره یو صندوق جوړوي


متحده ایالاتو د سویس له حکومت او افغان اقتصادي کارپوهانو سره په همغږۍ افغانانو د ګټې اخیستنې په موخه د "افغان وجهي صندوق" د جوړولو اعلان وکړ.

د امریکا متحده ایالات د روانو اقتصادي او بشري بحرانونو په ترڅ کې د افغانستان د خلکو ملاتړ ته ژمن دي. د ولسمشر جو بایډن د ۱۴۰۶۴اجرایوي فرمان سره سم، د افغانستان بانک ۳.۵ میلیارد ډالر شتمنۍ ته اجازه ورکړه چې د افغانستان د خلکو د ګټو لپاره وکارول شي پداسې حال کې چې طالبان ورته لاسرسی ونلري. د افغانستان وجهي صندوق به د دې ۳.۵ میلیارد ډالرو څخه د مشخصو مصارفو له لارې د افغانستان د اقتصاد د لا ښه ثبات سره مرسته وکړي.

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت مرستیالې وینډي شیرمن وویل، «د افغانستان خلک له بشري او اقتصادي ناورین سره مخ دي چې د لسیزو جګړو، سختې وچکالۍ، کوویډ-۱۹ او پراخ اداري فساد له امله رامنځ ته شوي دي.» د افغانستان د وجهي صندوق په تاسیس سره، "متحده ایالات او ملګري یې پداسې حال کې چې په پرله پسې توګه د طالبانو سره حساب کولو ته دوام ورکوي، د افغانستان د خلکو د کړاوونو د کمولو او د اقتصادي ثبات د ښه کولو لپاره د اضافي منابعو په کارولو سره کوټلي ګام پورته کوي».

د امریکا د خزانې وزارت مرستیال ویلی اډیمو وویل: «د طالبانو جبر او ناسم اقتصادی مدیریت د افغانستان لپاره اوږدمهاله اقتصادی ننګونې لاپسې زیاتې کړی دی، چې په کې هغه اقدامات شامل دي چې د افغانستان د مهمو اقتصادی بنسټونو ظرفیت یې کم کړی او افغانستان ته یې د دغو مرستو بیرته ستنېدل ناشونی کړی دی. د دې صندوق له لارې، متحده ایالات به له خپلو نړیوالو شریکانو سره په ګډه کار وکړي چې په افغانستان کې د عامو خلکو د ژوند د ښه کولو لپاره د دغو شتمنیو د کارولو اسانتیاوې برابرې کړي.»

مرستیالې وزیرې شرمین زیاته کړه: "متحده ایالات لا دمخه [د افغانستان لپاره] د بشردوستانه مرستو ترټولو لوی تمویل کونکی دی." هغې زیاته کړه، "مونږ د نړیوال بانک او د آسیا پراختیایي بانک سره کار کړی ترڅو د لومړنیو خدماتو او نورو بیړنیو اړتیاوو لپاره د یو میلیارد ډالرو څخه ډیرې مرستې چمتو کړي، سربیره پردې د ۸۱۴ میلیون ډالرو څخه زیاتې مرستې یې په مستقیمه د متحده ایالاتو د بشردوستانه مرستو پلي کونکو شریکانو ته د افغان ولس د ملاتړ لپاره په داسې حال کې برابري کړي چې طالبان ترې ګټه نشي اخیستلای. اوس به د افغانستان وجهي صندوق د افغانانو په استازیتوب زموږ د روانو دیپلوماتیکو او بشري هڅو یوه برخه وي.»

XS
SM
MD
LG