Accessibility links

Breaking News

متحده ایالات ارزوي چې د روسيې د ځواکونو غړي اوکراین کې جنګي جنایتونه کوي


د اوکراین جګړه
د اوکراین جګړه

د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن وویل: "موږ د بې توپیره بریدونو او هغو بریدونو په هکله باوري رپوټونه لیدلي چې په قصدي توګه ملکي وګړي په نښه کوي او نور ظلمونه کوي."

پر اوکراین د روسیې د فدراتیف د بې مورده او نا عادلانه جګړې انتخاب له لومړیو ورځو راهیسې، متحده ایالاتو خبرداری ورکړی چې روسي ځواکونه ښایي له داسې تکتیکونو کار واخلي چې جنګي جنایتونه وي.

د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن وویل: "موږ د بې توپیره بریدونو او هغو بریدونو په هکله باوري رپوټونه لیدلي چې په قصدي توګه ملکي وګړي په نښه کوي او نور ظلمونه کوي." هغه زیاته کړه: "د روسیې ځواکونو لوړې ودانۍ، ښوونځي، روغتونونه، مهمې زیربناوې، د ملکيانو موټرونه، خرڅلاو مرکزونه او امبولانسونه ویجاړ کړي، په زرګونو بې ګناه ملکي وګړي یې وژلي یا ټپیان کړي دي. ډیرې ساحې چې د روسیې ځواکونو په نښه کړي دي په څرګنده پیژندل شوي چې د ملکي خلکو لخوا کارول کیږي. "

د ملکي تاسیساتو په منځ کې چې د روسیې د پوځ لخوا په نښه شوي د ماریوپول زیږنتون او د ماریوپول تیاتر شامل دي چې د ملکي خلکو لخوا د سرپناه په توګه کارول کیده او په سلګونو کسانو ته په کې مرګ ژوبله اوښتې ده. په تیاتر په روښانه توګه د "ماشومانو" کلمه په لویو سپینو لیکو لیکل شوې وه او په دواړو خواو یې مخکې او شاته د پارکینګ ځایونو کې انځور شوی وه چې له فضا څخه په څرګنده ډول لیدل کیده.

د بهرنیو چارو وزیر بلینکن وویل، د ولادیمیر پوتین د یرغلګرو ځواکونو لپاره د ملکي اهدافو په وړاندې دا ډول وحشتناک بریدونه څه نوې خبره نه ده: "د پوتین ځواکونو ورته تاکتیکونه په ګروزني، چیچنیا او د سوریې په حلب کې کارولي چې دوی د خلکو د ارادې د ماتولو لپاره په ښارونو باندې بمبارۍ تیزې کړې وې."

ښاغلي بلینکن وویل: "په اوکراین کې د دوی هڅې یو ځل بیا نړۍ حیرانه کړې او لکه څنګه چې ولسمشر زیلینسکي په کلکه تایید کړی، "د اوکراین خلک یې په وینو او اوښکو کې ولمبول." هغه زیاته کړه: "د مارچ تر ۲۲ پورې، په محاصره شوي ماریوپول کې چارواکو ویلي چې یوازې په دې ښار کې له ۲۴۰۰ څخه ډیر ملکي وګړي وژل شوي دي...د ماریوپول ویجاړۍ په کې ندي شاملې، ملګرو ملتونو په رسمي توګه د څه دپاسه ۲۵۰۰ ملکي وګړو مرګ ژوبله تایید کړې ده او ټینګار کوي چې ریښتیني شمیر ښایي نور هم لوړ دی. "

په همدې خاطر د بهرنیو چارو وزیر بلینکن د مارچ په ۲۳ اعلان وکړ چې د موجود معلوماتو پراساس د متحده ایالاتو حکومت ارزوي چې د روسیې ځواکونو غړو په اوکراین کې جنګي جرمونه کړي دي.

ښاغلي بلینکن وویل: "لکه د هر ډول ادعا شوي جرم په څیر، د قانون محکمه د جرم په اړه د قضاوت کولو وروستۍ مرجع ده چې په ځانګړو قضیو کې د جرمي جرم د په ګوته کولو مسولیت لري." هغه وویل: "د متحده ایالاتو حکومت به د جنګي جرمونو د راپورونو تعقیب ته دوام ورکړي او هغه معلومات به شریک کړي چې موږ یې له متحدینو، شریکانو او نړیوالو بنسټونو او سازمانونو سره یوځای راټولوو."

د بهرنیو چار وزیر زیاته کړه: "موږ ژمن یو چې د هرې موجودې وسیلې په کارولو سره د جرمي تعقیب په ګډون حساب ورکول تعقیب کړو."

XS
SM
MD
LG