Accessibility links

Breaking News

متحده ایالات د امنیت شورا مشري کوي


په ملګرو ملتونو کې د متحده ایالاتو سفیرې لینډا توماس ګرینفیلډ
په ملګرو ملتونو کې د متحده ایالاتو سفیرې لینډا توماس ګرینفیلډ

سفیرې توماس ګرینفیلډ وویل: "په دې کې شک نشته چې زموږ په وړاندې ننګونې به لویې وي،" او زیاته یې کړه چې، "خو که موږ سره یوځای شو، موږ کولی شو د خپل وخت دې مسلو ته رسیدګي وکړو."

متحده ایالاتو د اګست په میاشت کې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا مشري په غاړه اخیستې او د بایډن د حکومت د بهرني سیاست په دوه مهمو لومړیتوبونو باندې به تمرکز وکړي: د خوړو د نه خوندیتوب سره مبارزه او د بشري حقونو دفاع.

په ملګرو ملتونو کې د متحده ایالاتو سفیرې لینډا توماس ګرینفیلډ د متحده ایالاتو د مشرتابه په پیل کې وویل: "موږ پرته له کوم شک څخه پوهیږو چې دا زموږ په واک کې ده چې نړۍ تغذیه کړو او قحطي پای ته ورسوو."

"خو ددې کار د کولو لپاره، موږ باید د شخړو له امله د خوړو رامنځته شوی ناامني له منځه یوسو. په ټوله نړۍ کې، دښمنۍ لوږه زیږوي، جګړه قحطي رامنځته کوي، او موږ دا په یمن، سودان، سوریه او نورو ځایونو کې وینو، او البته، په اوکراین کې، چیرې چې د ولسمشر پوتین ځواکونو خواړه په وسلې اړولي. روسیې د نړۍ د ډوډۍ په دسترخوان په پراخه پیمانه برید کړی، او دا د اوکراین له غلو څخه د نړۍ بې برخې کول دي. ... د جګړې له امله رامنځته شوی لوږه د نړیوالې سولې او امنیت ته د فشار یوه مهمه مسله ده او د امنیت شورا باید اقدام وکړي."

د یوې میاشتې په اوږدو کې، د متحده ایالاتو په مشرۍ، د امنیت شورا به هغه لارې ولټوي چې د ملګرو ملتونو غړي هیوادونه، مدني ټولنې او خصوصي سکټور کولی شي د خوړو د خوندیتوب نوښتونه پیاوړي، همغږي،او وارزوي او قحطي له منځه یوسي. سفیرې توماس-ګرینفیلډ د خوراکي توکو د خوندیتوب "ژوره شخصي" مسله وبلله، ځکه د هغې په ټول مسلکي ژوند کې دې مسلې ته رسیدګۍ د هغې کار هڅولی دی. د خوړو د خوندیتوب د ستونزې د حل لپاره د شریکانو ګالونیز کول اړین دي.

د متحده ایالاتو بل مهم لومړیتوب په هر فرصت کې د بشري حقونو لوړول دي. یوه لاره به د امنیت شورا په غونډو کې د مدني ټولنې لنډیز شاملول وي.

سفیرې توماس-ګرینفیلډ وویل: "موږ باید د بې غږه خلکو آوازونه اوچت کړو. موږ باید د هغو کسانو د کیسو ویلو ته دوام ورکړو چې آزاد نه دي، او دا به د شورا زموږ په میاشتنۍ مشرتابه کې ترسره شي."

برسیره پردې، د اګست په میاشت کې به، متحده ایالات د نړیوالې سولې او امنیت پورې اړوند یو لړ مسلو په اړه د معلوماتو او مشورو مشري وکړي، چې په کې د داعش، لبنان، لیبیا، منځني ختیځ، سوریې، یمن، اوکراین او مالي په اړه منظمې غونډې شاملې دي.

سفیرې توماس ګرینفیلډ وویل: "په دې کې شک نشته چې زموږ په وړاندې ننګونې به لویې وي،" او زیاته یې کړه چې، "خو که موږ سره یوځای شو، موږ کولی شو د خپل وخت دې مسلو ته رسیدګي وکړو."

XS
SM
MD
LG