Accessibility links

Breaking News

متحده ایالات په منځني ختیځ کې دفاعي چارې پیاوړي کوي


ابراهیم لینکن الوتکه لیږدونکې بیړۍ
ابراهیم لینکن الوتکه لیږدونکې بیړۍ

د متحده ایالاتو د دفاع وزیر لویډ آسټن په یوه خبري غونډه کې وویل، امریکا په منځني ختیځ کې د ثبات لپاره خپلو اقداماتو ته دوام ورکوي، "چې د ایران او د هغه د شریکانو او نیابتي ډلو له خوا د سیمه ییز کړکېچ د پراخیدو مخه ونیسي." هغه زیاته کړه، "موږ د خپل پوځ وضعیت تنظیم کړ چې د خپل ځواک ساتنه پیاوړې کړو او د اسرائیل د دفاع په برخه کې زموږ فولادي ژمنې بیا پیاوړې کړو او هر ډول احتمالي ځواب ویلو ته چمتو واوسوو."

د امریکا د دفاع وزیر وویل، "ددې لپاره چې په منځني ختیځ کې زموږ د عملیاتي ضربتي ګروپ شتون وساتو، ما USS ابراهیم لینکن الوتکه لیږدونکې بیړۍ ته امر کړی چې د دې میاشتې په وروستیو کې د USS تیوډور روزویلټ بیړۍ ځای ونیسي. ما سیمې ته د بالستیک توغندیو د دفاع وړتیا لرونکو نورو کروزرونو او او ویجاړونکو د لیږدولو امر هم کړی دی، او ما منځني ختیځ ته د نورو جنګي الوتکو د د ځای په ځای کولو امر کړی ترڅو هلته زموږ د دفاعي هوايي ملاتړ وړتیا پیاوړي شي."

د دفاع وزیر آسټن وویل، "د وضعیت دا سمون په سیمه کې زموږ د ظرفیتونو پراخه لړۍ زیاتوي... او موږ چمتو یو چې د لنډې خبرتیا په صورت کې اکمالات وکړو ترڅو زموږ د امنیت، زموږ د شریکانو یا زموږ د ګټو پء وړاندې ګواښونه مهار کړو."

هغه وویل، "متحده ایالات په سیمه کې د تاو تریخوالي په کمولو تمرکز کوي، او موږ همداشان د یرغمل شویو کسانو د خلاصون د معاملې د یوې برخې په توګه د اوربند په ټینګولو تمرکز کوو ترڅو ټول یرغمل شوي کسان کور ته ستانه شي او په غزه کې جګړه پای ته ورسوو."

د اپریل په میاشت کې، متحده ایالاتو، د سعودي عربستان، متحده عربي اماراتو او اردن په ګډون د متحدینو او شریکانو سره، د اسرائیل سره مرسته وکړه چې د ایران لخوا د ډرون او توغندیو د پراخ برید مخه ونیسي. د ایران برید د اسرائیل لخوا د ایران د اسلامي انقلابي ګارډ د قول اردو د قدس ځواک د مشر د هدفي وژنې وروسته وشو، هغه سازمان چې د ایران د رژیم د بهرني تروریستي عملیاتو مسؤل دی. د جولای په ۳۱مه د حماس د ډلې یو جګپوړی مشر اسماعیل هنیه چې د اسرائیل پر ضد له وحشیانه تروریستي برید وروسته په غزه کې یې روانه جګړه پیل کړې وه، په تهران کې ووژل شو.

ایران د غچ اخیستلو ژمنه کړې او کړکېچ لاپسې زیات شوی، چې متحده ایالات نه یوازې په سیمه کې د خپل دفاعي موقف د پیاوړي کولو له لارې د جګړې د زیاتیدو مخه نیسي، بلکې اسرائیل او حماس هڅوي چې د هغه اوربند د وړاندیز سره موافقه وکړي چې له تېرو دوو میاشتو راهیسې پرې خبرې روانې دي.

د امریکا متحده ایالات په مخنیوي او ډیپلوماسۍ سره یو روښانه پیغام لیږي: په منځني ختیځ کې باید د پراخې شخړې مخه ونیول شي.

XS
SM
MD
LG