د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن وویل، د راتلونکې د جوړولو او د دواړو هیوادونو ترمنځ د کړکېچ د کمولو لپاره موږ باید دپلوماسي پیل کړو.
د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن وویل، متحده ایالات په دې باور دي چې د هند- آرام سمندر سیمه زموږ د ګډ امنیت او سوکالۍ لپاره مهمه ده. موږ همداشان د خپلو متحدینو د امنیت او دفاع لپاره خپلې ژمنې نه پټوو. "متحده ایالاتو له همدې امله، په تیرو دوه نیمو کلونو کې -په کور دننه او بهر - یو لړ هدفمند ستراتیژیک ګامونه پورته کړي چې هیواد او په نړیواله کچه دریځ مو پیاوړی شي."
هغه وویل، "دا د متحده ایالاتو او د چین د خلکو جمهوریت ترمنځ د اړیکو پس منظر دی چې د نړۍ یوه مهمه رابطه ده."
ښاغلي بلینکن زیاته کړه، "دواړه متحده ایالات او چین مکلف دي چې په مسؤلانه ډول دا روابط تنظیم کړي. د دې کار ترسره کول د متحده ایالاتو او چین او په حقیقت کې د نړۍ په ګټه دي. موږ د چین د خلکو جمهوریت له لوري د ایجاد شویو ننګونو/ستونزو په اړه خبر یو. متحده ایالات به د راتلونکي په اړه یو لیدلوری مخې ته وړي چې له ډیرو نورو سره به یې شریکوو: له هغوو هېوادونو سره یوه ازاده، پرانیستې، باثباته او سوکاله نړۍ چې د اصولو په اساس نظم ساتي او تازه کوي چې کلونه کلونه یې په نړیواله کچه د سولې او امنیت ساتنه کړې."
په وروستیو میاشتو کې د متحده ایالاتو او چین د خلکو جمهوریت ترمنځ اړیکې ترینګلې شوي او د متحده ایالاتو په لویې برخې کې د چین د یو پوځي بالون په الوځولو سره، چې د امریکا پوځ نسکور کړ، خپل عوج ته رسېدلې. د بهرنیو چارو وزیر بلینکن وویل موږ باید د اینده د جوړولو او د دواړو هېوادونو ترمنځ د ستونزو د کمولو لپاره دپلوماسي پیل کړو.
هغه وویل، "زه بېجينګ ته راغلم چې د اړیکو د لوړې کچې ننګونې پياوړې کړم، په اختلافي ساحو کې خپل دريځونه او ارادې روښانه کړم، او هغه ساحې وپلټو، چې ممکن په نړیواله کچه په مشترکو ننګونو کې چې زموږ ملي ګټې ورسره سمون خوري، ګډ کار وکړای شو."
هغه همداشان وویل، " مستقیم تعامل او په لوړه کچه دوامداره اړیکې په مسئولانه ډول د اختلافاتو د تنظیم لپاره او د دې ډاډ ترلاسه کولو لپاره چې رقابت په تاوتریخوالي بدل نشی، غوره لاره ده. او ما د خپلو چینایي سیالانو څخه هم همدا واورېدل. موږ دواړه د خپلو اړیکو د ثبات پر اړتیا موافق یو.»
د بهرنیو چارو وزیر بلینکن وویل، "موږ د دې اړیکو د اداره کولو د ننګونو په اړه وهم نه لرو. ډیرې مسلې شته چې د نظر جدي او عمیق اختلاف پرې لرو. موږ به تل د امریکا د خلکو د ګټو د ساتلو لپاره غوره اقدام وکړو.»
هغه زیاته کړه، "خو متحده ایالات د دپلوماسۍ له لارې په بریالي ډول د پیچلیو او عواقب زېږوونکو اړیکود اداره کولو اوږد تاریخ لري. دا د دواړو هیوادونو مسؤلیت دی چې د وړاندې تګ لاره ومومي - او دا زمونږ دواړو او د نړۍ په ګټه ده چې ویې کړو."