Accessibility links

Breaking News

امریکا د عدالت د پلي کولو لپاره د جرمونو د نړیوالې محکمې هڅې وستایلې


د جرمونو نړیواله محکمه (ICC) یوازینۍ دایمي نړیواله محکمه ده چې د نسل وژنې جرمونو، د بشریت ضد جرمونو، جنګي جرمونو او د تیري جرمونو لپاره د افرادو د محاکمه کولو واک لري. د اکتوبر په وروستیو کې د جرمونو د نړیوالې محکمې مشر د ملګرو ملتونو عمومي غونډې ته د محکمې کلنی راپور وړاندې کړ. سږکال، ددې قضایي بنسټ شلمه او مهمه کالیزه ده چې د ریکارډ په کچه د محاکمې لپاره پنځه قضیې لري.

په ملګرو ملتونو کې د متحده ایالاتو استازي اندریو وینسټاین یادونه وکړه چې ICC د نړیوال عدالت د تامین لپاره یوه حیاتي وسیله ده. "ICCپه ټوله نړۍ کې د قربانیانو لپاره د پام وړ عدالت په پلي کولو کې پرمختګ کړی دی."

“د نړۍ د حالاتو په اړه د ICC فعالیتونه د حساب ورکونې لپاره د نړیوال جوړښت د یو کلیدي عنصر په توګه مهم رول په ګوته کوي - او د عدالت لپاره د ضرورت یادونه کوي، حتی که پلي کول یې ښایي هم چې وخت ونیسي."

سږکال د جرمونو د نړیوالې محکمې لخوا د مهمو قضیو په ارزولو کې د جنجاوید قوماندان [علي محمد علي عبدالرحمن] محاکمه ده چې د علي کشیب په نوم پیژندل کیږي. دا د سوډان د پخواني ولسمشر عمر البشیر د رژیم لخوا په دارفور کې د خلکو پر وړاندې د جنګي جرمونو او د بشریت ضد جرمونو لپاره د یو لوړ پوړي مقام لومړۍ محاکمه ده. همدارنګه، ICC د مرکزي افریقا جمهوریت له حکومت سره نږدې کار کړی، ترڅو د بشریت ضد جرمونو او جنګي جرمونو په اړوند الفریډ یکاتوم، پیټریس نګیسونا، او محمد سید عبدل قانع محاکمې ته راولي. دا قضیه دسزا څخه د معافیت په وړاندې یو قوي ضربه په ډاګه کوي.


"هغه کسان چې د آی سي سي لخوا د نیول کیدو له امر سره مخامخ دي باید د عادلانه، خپلواک او باوري قضایي تعقیب سره مخ شي."


د امریکا استازي وینسټاین وویل، په دې وخت کې موږ باید "په اوکراین کې وحشتناکه جګړه، چیرې چې ملکي وګړي د روسیې د ځواکونو لخوا هره ورځ د وحشیانه بریدونو سره مخ کیږي،" وارزو.

"متحده ایالات په اوکراین کې د ظلمونو په اړه د یو لړ نړیوالو تحقیقاتو ملاتړ کوي چې په کې د ICC، ملګرو ملتونو، او په اروپا کې د امنیت او همکارۍ سازمان لخوا ترسره شوي پلټنې شاملې دي. موږ به د روسیې د ظالمانه تیري په مقابل کې د اوکراین تر څنګ دریدو ته دوام ورکړو او د عدالت او حساب ورکونې لټه به وکړو."

ښاغلي وینسټاین وویل، "عدالت نه یوازې اخلاقي اړتیا ده، بلکې دا د نړیوالې سولې او امنیت د ساتلو لپاره اړین ده،" هغه زیاته کړه: "متحده ایالات د ظلمونو د قربانیانو لپاره د معنی لرونکي حساب ورکونې او عدالت قوي ملاتړي دي. دا اصلي ارزښتونه دي، د ګډې ژمنې له لارې غوره پرمختللي، او ICC د عدالت لپاره د دې ګډې ژمنې یوه لازمي برخه ده."

XS
SM
MD
LG