Accessibility links

Breaking News

متحده ایالات د کوویډ۱۹ سره د مبارزې برخه کې رهبري ته دوام ورکوي


د بهرنیو چارو وزیر بلینکن اعلان وکړ چې متحده ایالات په عملي توګه د کوویډ۱۹ په وړاندې د نړیوالې مبارزې او غبرګون مشرۍ ته دوام ورکوي، "مونږ د واکسینونو او ژوند ژغورونکو تجهیزاتو د تولید کچه لوړه کړې، د نړیوال واکسین ویشلو میکانیزمونو لکه COVAX ملاتړ مو کړی او د نړۍ په ګوټ ګوټ کې د څه دپاسه ۱۰۰ هیوادونو او اقتصادونو ته مو له ۲۳۴ میلیون څخه ډیر واکسینونه اهدا کړي دي.

ښاغلي بلینکن وویل پداسې حال کې چې دا هڅې مهم ګامونه دي، ډیر نور څه باید وشي. هغه د وزیرانو په کچه د کوویډ۱۹ د وروستۍ غونډې په جریان کې درې نوي نوښتونه اعلان کړل.

لومړی، د دې لپاره چې ډاډ ترلاسه شي چې واکسین اړمنو خلکو ته ورسېږي، د خصوصي سکټور د مخکښو شرکتونو ایتلاف، Global Covid Corps، به په ټیټ او متوسط عايد لرونکو هیوادونو کې د لوژستیک او واکسین کولو هڅو ملاتړ لپاره عامه ښیګنو ته تخصص، وسایل او وړتیاوې چمتو کړي. دا هڅه، چې په متحده ایالاتو او بهر کې ځینې لوی او څو ملي شرکتونه پکې شامل دي، د هیوادونو سره د اکمالاتو په مدیریت، د اکمالاتو د لړۍ په لوژستیکي چارو، د واکسین د ځایونو د شبکې په زیربنا، او د واکسین د ځایونو په اصلاح کولو کې کار او ملاتړ وکړي.

دوهم، د روڼتیا او حساب ورکولو اهدافو ته وده ورکولو او د مبارزې د تعقیب لپاره، د بهرنیو چارو وزیر بلینکن د کوویډ۱۹ د نړیوال لاسرسي د تعقیبولو د پیل کیدو هرکلی وکړ... دا پاڼه چې په COVID19GlobalTracker.org کې ده او د IMF، د روغتیا نړیوال سازمان، د سوداګرۍ نړیوال سازمان، نړیوال بانک، او ACT چټکونکي د همکارۍ په نتیجه کې رامینځته شوی، په پرله پسې توګه تازه کیږي ترڅو هرڅوک وکولای شي د واکسین کولو د نرخونو څخه د روغتون په عاجلو خونو کې د داخلیدو د [واکسین] ډوزونو د ورکړې او د [واکسین] د ډوزونو د لیږد په هکله په نړیواله، سیمه ایزه او ملي کچه پرمختګ تعقیب کړي.

او درېیم، واکسین باید هرچا ته د دوی د شرایطو په پام کې نیولو پرته چمتو شي. د متحده ایالاتو حکومت د جانسن او جانسن او COVAX ترمنځ د موافقتنامې په منځګړیتوب کې مرسته کړې ترڅو د جګړې په سیمو او د شخړو د زونونو اوسیدونکو ته د جانسن او جانسن COVID-19 واکسین ډوزونو په رسولو کې اسانتیا رامنځته کړي.

بالاخره، د وزیرانو وروستۍ غونډې د واکسینونو او نورو حیاتي طبي توکو نړیوال تولید پراخولو اړتیا په ګوته کړه، هغه پرمختګ چې متحده ایالاتو په کې پانګونه کړې او ملاتړ ته به یې دوام ورکړي، او همدارنګه د هغه څه ملاتړ ته به دوام ورکړي چې د یو نړیوال سالم روغتیایي جوړښت د پیاوړتیا، رهبرۍ او دوام لپاره اړین دي.

متحده ایالات به د هر ځای او هرچا لپاره د دې وبا په پای ته رسولو کې همکارۍ او نوښت ته دوام ورکړي.

XS
SM
MD
LG