Accessibility links

Breaking News

امریکا په ایران کې د بشري حقونو په نورو سرغړونکو بندیز ولګوه


د ایران د اوین بدنامه زندان
د ایران د اوین بدنامه زندان

د ایران رژیم په ۱۹۷۹ کال کې له واکمن کیدو راهیسې د نړۍ په څه دپاسه ۴۰ هیوادونو کې په ترورونو، تروریستي دسیسو او تروریستي بریدونو کې رول درلودلی دی. لکه څنګه چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو ویلي: "د ایران د رژیم قساوت او بد چلند هیڅ ډول نړیوال سرحد نه پیژني."

د اګست ۲۱ نیټه د تروریزم د قربانیانو د یادښت او درناوي ورځ ده او د امریکا د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت د قربانیانو د درناوي او یادښت لپاره د بشري حقونو په ۱۴ ایراني سرغړونکو چې ۱۳ تنه یې ایراني مقامات دي او د سویس د ۱۹۹۰ کال په ظالمانه او پروګرام شویو بریدونو کې یې لاس درلود، بندیزونه ولګول. دغه ۱۳ تنه چې ځانونه یې ایراني دپلوماتان ښودلي وو د خپل دولت د لوړپوړو مقاماتو د اوامرو مطابق یې عمل کاوه. په زیات شمیر دسیسو کې چې د ایران رژیم د هغه هیواد بهر ترسره کړي د ترور دغو عاملینو هغه کسان چې د ایران مخالف آواز یې پورته کړی و تعقیب او وژلي چې د رژیم مخالفین چپ کړي.

په هر حال هماغسې چې د امریکا د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر پمپیو پر هغوی د بندیز لګولو په وینا کې وویل: "یواځې د هیواد بهر ندی چې د ایران رژیم ایرانیان د ډار او خشونت نه په استفادې کنترولوي." د امریکا متحده ایالاتو همداشان د ایران د اوین بدنامه زندان رئیس حجت‌الله خدایي سوري په علني توګه تحریم کړ چیرته چې سیاسي زندانیان د بې رحمانه او اوږدمهاله شکنجو لکه تجاوز، وهل ټکول او د روغتیایي مراقبت پرته ساتل کیږي او هغه ځای چې بهرنیان د ایران د رژیم له لورې په کې یرغمل شوي چې د هغوی له دولتونو څخه باج واخلي.

د بشري حقونو څخه د څرګندو سرغړونو په خاطر د دغو ۱۴ ایراني مقاماتو تحریم پدې معنی دی چې د امریکا متحده ایالاتو ته د هغوی او د هغوی د نژدې کورنیو غړو راتګ منع دی.

د بهرنیو چارو وزیر پمپیو وویل: "د نړۍ په ګوټ ګوټ کې د ایران د اسلامي جمهوریت په واسطه زیات شمیر قربانیانو ته دغه اقدامات د ملاتړ پیغام رسوي چې مونږ د هغو کسانو سره د حساب کتاب کول ترویجوو چې ترور او تاوتریخوالی پراخوي. د امریکا متحده ایالات به پر ایران باندې فشار اچولو ته دوام ورکړي چې د ځپلو خلکو سره په عزت او درناوي چلند وکړي."

"د امریکا متحده ایالات د هغې ورځې په انتظار دي چې په ایران کې د بشري حقونو څخه بې شمیر سرغړونکي د واقعي عدالت سره مخامخ شي او هیله ده چې دغه اقدامات د هغو کسانو د کورنیو او دوستانو د آرامتیا او ډاډ سبب شي چې دننه په ایران او یا بهر کې یې د ایران د رژیم د ستم او تاوتریخوالي له کبله تلف شوي دي."

XS
SM
MD
LG