Accessibility links

Breaking News

د ۲۰۲۴ لپاره د متحده ایالاتو د بهرنۍ پالیسۍ لومړیتوبونه


په ناټو تړون کې د فنلند د غړیتوب په مراسمو کې د فنلند د بهرنیو چارو وزیر د انتوني بلیکن او د ناټو د عمومي منشي سره
په ناټو تړون کې د فنلند د غړیتوب په مراسمو کې د فنلند د بهرنیو چارو وزیر د انتوني بلیکن او د ناټو د عمومي منشي سره

د امریکا د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن اعلان وکړ: "لکه څنګه چې موږ ۲۰۲۴ ته روان یو، موږ به د هغو کسانو سره اوږه په اوږه ولاړ یوو چې د آزادې، پرانستې، سوکاله او خوندي نړۍ لپاره زموږ په څیر لید لوری لري."

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن وویل: "لکه څنګه چې موږ د ۲۰۲۴ کال په لور پرمخ درومو، موږ به د هغو کسانو سره اوږه په اوږه ودریږو چې د یوې آزادې، پرانستې، سوکاله او خوندي نړۍ لپاره زموږ لید شریکوي."

د بهرنیو چارو وزیر بلینکن وویل: "لومړی، موږ به د نړۍ د هیوادونو راټولولو ته دوام ورکړو ترڅو د اوکراین د ازادۍ او خپلواکۍ ملاتړ وکړي او ډاډ ترلاسه کړي چې د روسیې تیري یوه ستراتیژیکه ناکامي پاتې شي."

"روسیه له پوځي، اقتصادي او ډپلوماتیک اړخه کمزورې شوی. ناټو په خپل نږدې ۷۵ کلن تاریخ کې تر بل هر وخت لویه، پیاوړی او متحده ده. سږکال، موږ فنلنډ په ناټو کې د ۳۱ غړی په توګه شامل کړ. او سویډن به ډیر ژر [له دغه تړون سره] یوځای شي او زموږ دفاعي اتحاد ته به لا ډیر ظرفیت او وړتیا راوړي."

ښاغلي بلینکن وویل چې د ۲۰۲۴ کال بل لومړیتوب به د چین سره په ځواکمن موقف د اړیکو دوام وي.

"موږ د ناټو او زموږ د هند - آرام سمندر د متحدینو ترمنځ همکاري او همغږي نوره هم ټینګوو. دغو هڅو موږ ته اجازه راکړه کله چې د چین سره د اجباري سوداګرۍ او اقتصادي کړنو، سولې او د تایوان تنګي، د ختیځ او جنوبي چین د سمندرونو او بشري حقونو په هکله لا زیات موثر تعامل وکړو."

د بهرنیو چارو وزیر بلینکن وویل، دریم، متحده ایالات ژمن دي چې د خپلو خلکو او د نړۍ د خلکو د ښیګړې لپاره د نورو سره کار وکړي:

"دا په حقیقت کې هغه څه دي چې موږ په ۲۰۲۳ کې وکړل، د خوړو د خوندیتوب سره د مبارزې لپاره د حکومتونو، سوداګرۍ، مدني ټولنې، سیمه ایزو او څو اړخیزو بنسټونو ایتلافونه؛ د خوندي، او باور وړ مصنوعي ځیرکتیا سیسټمونو ته وده ورکول؛ د مصنوعي نشه یي توکو له بحران سره مبارزه؛ د هغو حکومتونو د کړنو مخه ونیول چې په خپله خوښه بهرني اتباع د ګټې اخیستنې لپاره توقیف کوي؛ په پرمختللو هیوادونو کې د فزیکي، ډیجیټل، پاکې انرژۍ، او روغتیایي زیربناو د جوړولو لپاره د سلګونو ملیاردو ډالرو پانګه کول."

د اسرائیل او حماس ترمنځ د شخړې په اړه، د بهرنیو چارو وزیر بلینکن وویل چې متحده ایالات به "د اسرائیل سره مرسته وکړي چې ډاډ ترلاسه کړي تر څو هغه څه چې د اکتوبر په اوومه نیټه پیښ شوي هیڅکله بیا تکرار نشي، د تلفاتو او د ملکي وګړو د کړاو په کمولو سره دا شخړه ژر تر ژره پای ته ورسیږي. پاتې یرغمل شوي کسان بیرته د خپلو کورنیو سره یوځای شي، د جګړې د خپریدو مخه ونیول شي، او یو ځل د تل لپاره د تاوتریخوالي دا ویجاړونکې لړۍ ماته شي او د تلپاتې سولې په لور حرکت وشي."

متحده ایالات د ۲۰۲۴ کال له ننګونو سره د مقابلې لپاره د خپلو متحدینو او شراکتونو د شبکې پیاوړي کولو ته سترګې په لار دي.

XS
SM
MD
LG