Accessibility links

Breaking News

د ناوالني او نورو سره په پیوستون د امریکا ټینګار


د روسیې حکومت د افسرانو د هغه اقدام دوه کاله وشول چې هڅه وکړه چې د روسیې په خاوره کې د دموکراتیک اپوزیسیون مشر الیکسي ناوالني د نوویچوک(Novichok) په نوم د اعصابو د ګډوډولو په زهري موادو ووژني. کله چې ښاغلی ناوالني له بې رحمه برید څخه ژوندی پاتې شو او په زړورتیا سره له بهر څخه د رغیدو وروسته روسیې ته ستون شو، کرملین په پوره بې شرمۍ سره هغه د سیاسي هڅونو په تورونو زنداني کړ.

د بهرنیو چارو د وزارت ویاند نید پرائس بیا "د روسیې لخوا په سیاسي مخالف باندې د زهري موادو کارول غندلي دي او پر کرملن یې غږ کړی چې په بشپړ ډول خپل د اټومي وسلو پروګرام له منځه یوسي." متحده ایالات د ناوالني له کورنۍ، همکارانو او په ټوله نړۍ کې د هغه له ملاتړو سره د هغه سمدستي خلاصون غواړي.

نور روسي فعالان هم له ورته برخلیک سره مخ شوي دي. د اپریل په میاشت کې، روسی چارواکو د ډموکراسۍ مدافع وکیل او د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین منتقد ولادیمیر کارا مرزا په مسکو کې د هغه اپارتمان ته نږدې په سړک ونیو. پداسې حال کې چې هغه د جعلي اداري سرغړونې په تور په توقیف کې و، دوی[مقاماتو] هغه د روسیې د وسله والو ځواکونو په اړه "په قصدي ډول د غلطو معلوماتو په خپرولو" تورن کړ. کارا مرزا دا مهال تر محاکمې مخکې په توقیف کې دی او د محکومیت په صورت کې به تر ۱۵ کلونو پورې په بند محکوم شي.

دا لومړی ځل نه دی چې کرملین د کارا مرزا پسې ګرځي. هغه په ۲۰۱۵ او ۲۰۱۷ کې دوه ځله مسموم شوی و او په کوما کې پاتې شوی و. د هغه په ژوند دې بریدونه ته په پراخه کچه په میګنیتسکي قانون باندې د هغه د کار په وړاندې د روسیې د حکومت د غچ اخیستنې په توګه کتل کیږي؛ کوم چې د روسیې د بشري حقونو په سرغړونکو باندې هدفي بندیزونه لګوي.

پر اوکراین د خپلو نورو بریدو له پیل راهیسې، کرملین په روسیه کې د مخالفو او خپلواکو رسنیو پرضد ځپنه زیاته کړې، چې په کې د سانسور د پراخو قوانینو له لارې د سخت زندان سزاوې شاملې دي. کرملین هڅه کوي ددې مخنیوی وکړي چې د روسیې خلک په هغه ظلمونو چې د دوی ځواکونو یې په اوکراین کي په ملکي خلکو باندې کړي او همدارنګه په دې غیر عادلانه جګړه کې د روسیې د پوځي تلفاتو د لوړ شمیر په اړه پوه نشي.

ویاند پرائس یو ځل بیا په ټینګار وویل چې متحده ایالات "د الیکسي ناوالني، ولادیمیر کارا مرزا، او په روسیه کې د نورو سیاسي بندیانو سره او همدارنګه د زرګونو نورو زړور روسی اتباعو سره پیوستون لري چې د شخصي خطر سره سره، د کرملین د درواغو په وړاندې په حقیقت سره مقابله کوي."

XS
SM
MD
LG