متحده ایالات هوډمن دي چې تر ۲۰۲۳۰ کال پورې د ملګرو ملتونو دوامداره پراختیایي اهداف ترسره شي.
د نیویارک د بهرنیو مطبوعاتو په مرکز کې په یو وروستي خبري کنفرانس کې د متحده ایالاتو د نړیوالې پراختیایي ادارې مرستیالې اسوبیل کولمن یو لړ مهمې نړیوالې مسلې په ګوته کړې او د بشري کړکیچونو د حل لپاره یې د متحده ایالاتو د ژمنې په اهمیت ټینګار وکړ.
د متحده ایالاتو د نړیوالې پرامختیا اداره (USAID) د افریقا د وچې د صحرا د لسو هیوادونو سره د بشري مرستو لپاره ۲۴۷ میلیون ډالر اضافي مرستې کوي، ترڅو د خورا زیان منونکو وګړو بیړنۍ اړتیاوې پوره کړي.
د متحده ایالاتو د نړیوالې پراختیایي ادارې مرستیالې کولمین وویل، برسیره پردې، متحده ایالات د افغانستان د ترټولو لوی تمویل کونکي په توګه خپل کار ته دوام ورکوي او فوق العاده هڅه کوي چې چمتو شوي مرستې په مستقیمه توګه افغانانو ته ورسي.
"مونږ په دې اړه ځینې ننګونې درلودې -- موږ د طالبانو د غړو لخوا په مرستو کې لاسوهنه درلوده. خو په دې ډول حالاتو کې مونږ په ډاګه کړې چې څنګه کار کوو او دا چې زموږ د مرستې رسول باید په مستقیمه توګه ګټه اخیستونکو ته ورسي. او که مونږ دا کار ترلاسه نه کړو، مونږ به په دغو ځانګړو مواردو کې خپلې مرستې ودروو."
میرمن کولمین وویل، د متحده ایالاتو نړیواله پراختیایي اداره (USAID) د پاکې انرژۍ او ستراتیژیو د ودې له لارې چې انعطاف او د لومړنۍ خبرتیا سیسټمونه پیاوړي کوي د هغو کسانو سره مرستې ته ژمنه ده چې د طبیعي افتونو د زیاتوالی او د خوړو د ناامنۍ په ګډون د اقلیم د بدلون له امله د رامینځته شويو ننګونو څخه اغیزمن شوي دي. برسیره پردې، د وچکالۍ په وړاندې مقاومت لرونکي تخمونو او د کرنې د نوښت په میتودونو کې پانګونه شوې ترڅو د خوړو د نه خوندیتوب په وړاندې مبارزه وکړي.
"مونږ هر کال په میلیونونه ډالر د خورا پرمختللو تخمونو په څیړنو لګوو ترڅو بزګران ددې تکنالوژۍ وروستي امکانات ترلاسه کړي چې وکړای شي داسې محصولات وکري چې د آفتونو او وچکالۍ په وړاندې مقاومت ولري او وکړای شي د بدلیدونکي چاپیریال په وړاندې غبرګون وښي."
متحده ایالات د نړیوالو بشردوستانه کړکیچونو حل کولو ته ژمن دي، د پایښت وړ پراختیاو ملاتړ کوي، او د نړۍ په ګوټ ګوټ کې له هیوادونو سره د لوږې د ختمولو او د یوې سوکاله نړیوالې ټولنې د ودې لپاره همکارۍ ته ژمن پاتې کیږي.