Accessibility links

Breaking News

امریکا د حزب الله پر اجرائیوي شورا، کمپنیو او چارواکو بندیزونه ولګول


یوه ډیره موثره لار چې د تروریستانو د فعالیت مخه ونیول شي د هغوی د مالي ملاتړ د شبکو ځپل دي.

د سپتمبر په وروستیو کې د امریکا متحده ایالاتو د مالیې وزارت اعلان وکړ چې د لبنان ارچ مشورتي ډله او د معمار ساختماني شرکت د حزب الله پورې اړه لري او د هغه له خوا کنترول او اداره کیږي.

حزب الله د امریکا د متحده ایالاتو له خوا د یو بهرني تروریستي سازمان او د یو ځانګړي نړیوال ترهګر سازمان په توګه نومول شوی دی. د مالیې وزارت همداشان سلطان خلیفه اسد چې پدغو دواړو کمپنیو کې ښکیل دید حزب الله یو چارواکی وګاڼه. دغه پیژندنه د ۱۳۲۲۴ اجرائیوي امر سره مطابقت لري.

د ارچ او معمار دوه کمپني د یو شمیر هغو کمپنیو له ډلې نه دي چې د حزب الله اجرائیوي شورا یې کنترولوي او سلطان خلیفه اسد ددې شورا غړی دی.

په رښتیا هم د هماغه لومړي پیل نه ارچ او معمار د حزب الله سره هم لاسي وو. سلطان خلیفه په ظاهره د معمار د ایجادونکي په توګه ثبت شوی او یو شمیر نور کسان چې د کمپنۍ د ثبت په اسنادو کې ذکر شوي، هغوی هم د حزب الله سره څرګندې اړیکې لري.

د ارچ مشورتي ډله دمخه د امریکا د متحده ایالاتو له خوا د حزب الله د عمده ساختماني شرکت جهاد البنا یوه برخه ګڼل شوی وه. اوس ارچ تش په نامه خپلواکه کمپنۍ ده، خو د جهاد البنا لپاره د پانګې مهمه منبع ده او د ۲۰۰۴ کال د ښاروالۍ ټاکنو ته د حزب الله د یو ملاتړي کاندید په نوم ثبت شوې ده.

په ظاهره ارچ او معمار شخصي کمپنۍ بریښي او حزب الله له دغو دواړو څخه ګټه اخلي او ددغو دوو بنسټونو نه خپلو بانکي حسابونو ته د پیسو د لیږلو لپاره استفاده کوي او د حزب الله صندوق او په فساد کې د ښکیلو چارواکو بانکي حسابونه غني کوي.

د مثال په توګه حزب د لبنان د پخواني وزیر یوسف فنیانوس سره ګډ کار کاوه تر څو ډاډمن شي چې ارچ او معمار د لبنان د حکومت نه د میلیونونو ډالرو قراردادونه ترلاسه کړي او کمپنۍ ددغو پانګو یوه برخه د حزب الله اجرائیوي شورا ته واستوي. ددغ و او د حزب الله په استازیتوب د نورو فعالیتونو په خاطر یوسف فینیانوس د امریکاد مالیې وزارت له خوا د سپتمبر په لومړیو کې په نښه شو.

د امریکا د مالیې وزیر ستیفن منوچین وایي: «حزب الله د لبنان د اقتصاد په استثمارولو او د لبناني مفسدو چارواکو د جعل کارۍ په مرسته د تروریستي سازمان سره تړلو کمپنیو ته حکومتي قراردادونه ورکړل شوي.»

«د امریکا متحده ایالات د حزب الله او د هغه د ملاتړو په نښه کولو ته پداسې حال کې ژمن دي جې هغوی په فساد سره د لبنان له منابعو نه د خپلو مشرانو د بډای کیدو لپاره ناوړه استفاده کوي پداسې حال کې چې د لبنان خلک د کافيخدماتو له کموالي څخه ځوریږي.»

XS
SM
MD
LG