Accessibility links

Breaking News

امریکا د عدالت لپاره د نړیوالې جنايي محکمې د هڅو ملاتړ کوي


په ملګرو ملتونو کې د متحده ایالاتو د ماموریت حقوقي سلاکار مارک سیمونوف وایي: "د الحسن محکومیت د هغو کسانو د حساب ورکونې په لور یو مهم ګام دی چې په تیمبکتو او سیمه کې د ملکي خلکو په وړاندې د ترسره شویو ظلمونو مسؤل دي."

سږکال د جرمونو نړیوالې محکمې لپاره یو بوخت کال و، هغه یوازینۍ دایمي نړیواله محکمه چې د خلکو د نسل وژنې، د بشریت ضد جرمونو، جنګي جرمونو او د تیري کوونکو جرمونو د مرتکبینو د محاکمه کولو واک لري.

د جرمونو نړیواله محکمه (ICC ) د ملګرو ملتونو یوه څانګه نه ده، خو د ملګرو ملتونو د عدالت د نړیوالې محکمې سره همغږي او همکاري کوي، ترڅو نړیوال عدالت، نړیوالې سولې او امنیت ته وده ورکړي. په ملګرو ملتونو کې د متحده ایالاتو د ماموریت حقوقي سلاکار مارک سیمونوف وویل، متحده ایالات د ICC د کار ملاتړ کوي.

"د نړیوالې جنایي محکمې کار د دې ماموریت لپاره حیاتي دی، او موږ د ظلمونو د قربانیانو لپاره د عدالت په هڅه کې د ICC د دوامداره هڅو هرکلی کوو."

په روان کال کې د ICC په وړاندې یوه ترټولو مشهوره قضیه د الحسن اګ عبدالعزیز اګ محمد اګ محمد، د القاعدې سره تړلې ترهګرې ډلې انصارالدین غړي چې په مالي کې فعالیت کوي. الحسن هلته د اسلامي پولیسو مشر و. الحسن د جون په ۲۶ مه د بشریت ضد جرمونو، د شکنجې، تعذیب، لاس وهنې، ظالمانه چلند او د عدالت د یوې عادي محکمې د حکم پرته سزا ورکولو په تور په بند محکوم شو.

مارک سیمونوف د مالیې په تیمبکتو کې د بشریت ضد جرمونو او جنګي جرمونو لپاره د الحسن د محکومیت د اهمیت یادونه وکړه، کله چې دا سیمه د ۲۰۱۲ کال د اپریل څخه د ۲۰۱۳ کال ذ جنورۍ پورې د انصارالدین او القاعدې تر کنټرول لاندې وه.

هغه وویل: "د الحسن محکومیت د هغو کسانو د حساب ورکونې په لور یو مهم ګام دی چې په تیمبکتو او سیمه کې د ملکي خلکو په وړاندې د ترسره شویو ظلمونو مسؤل دي. دا د نړیوال جنایي قانون لپاره هم ښه ګړۍ ده چې د مذهبي اساساتو له مخې د بشریت ضد جرم لپاره د لومړنۍ محاکمې او محکومیت په توګه عمل کوي."

سږکال، ICC د هغو کسانو پر وړاندې چې په جنګي جرمونو او د بشریت پر ضد جرمونو تورن دي، یو شمیر حکمونه صادر کړل. په دې کې د روسیې د څلورو جګپوړو چارواکو د نیولو امر هم شامل دی چې په اوکراین کې پر ملکي وګړو او ملکي ودانیو باندې د بریدونو د لارښوونې شک پرې کیږي.

مارک سیمونوف وویل: "موږ د اوکراین د بریښنا زیربناو د په نښه کولو او ویجاړولو په ګډون په اوکراین کې د بشري ضد جرمونو او جنګي جرمونو په اړه د محکمې د پرمختګ هرکلی کوو."

هغه وویل، دا مهمه ده چې محکمه او د هغې چارواکي په بې پرې او بې طرفه توګه عمل وکړي. "متحده ایالات د دې اصولو په ملاتړ او د نړیوالو هڅو د پرمختګ په برخه کې له نړیوالې ټولنې سره ولاړ دي چې د ظلمونو د مسولینو سره حساب وکړي."

XS
SM
MD
LG