Accessibility links

Breaking News

امریکا په ایران د ملګرو ملتونو د بندیزونو اعاده کول پیل کړي


د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو

د امریکا متحده ایالاتو په ایران د ملګرو ملتونو د تقریباً ټولو هغو بندیزونو اعاده کول پیل کړي چې د امنیت د شورا د ۲۲۳۱ پریکړه لیک پر اساس، په ۲۰۱۵ کال کې وروسته تر هغه لیرې شول چې د ګډ پراخ عمل د پلان (JCPOA) په نامه د ایران اتومي موافقه نهایي شوه.

د امنیت شورا پریکړه لیک په دې موافقې کې ټولو ګډون کوونکو دولتونو ته دا حق ورکوي چې که ایران په موافقې کې د ژمنو نه سرغړاونه وکړي، د قید او شرط پرته پرې چټک بندیزونه لګولی شي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو د اګست د میاشتې په ۲۰ مې نیټې د امریکا د پریکړې په هکله د امنیت شورا ته خبر ورکړی و چې دا بندیزونه ۳۰ ورځې وروسته بیا لګول کیږي.

دا اقدام وروسته تر هغه وشو چې امریکا په ایران د وسلو د نه پلورلو د بندیز د تمدید کولو لپاره د ملګرو ملتونو د امنیت د شورا د هڅولو لپاره د ټولو دیپلوماتیکې امکاناتو نه کار واخیست. د دې بندیز موده د اکتوبر په میاشت کې پای ته رسیږي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو چې په ملګرو ملتونو کې یې خبریالانو ته خبرې کولې وویل: " د امریکا متحده ایالات به هیڅکله په نړۍ کې د تروریزم ستر ملاتړ کوونکي دولت ته اجازه ورنکړي چې په آزاده توګه الوتکې، ټانکونه، توغندي او نورې غیرې اتومې وسلې وپلوري یا یې وپیرې. د ملګرو ملتونو دا بندیزونه به په وسلو دا بندیز جاري وساتي."

دا چټک بندیزونه ایران د بالاستیک توغندیو د آزمایښت او روانو اتومي فعالیتونو، لکه د اتومي موادو د غني کولو نه منع کوي چې ښایي د اتومي وسلو په پروګرام کې وکارول شي.

د بهرنیو چارو وزیر پمپیو وویل: "جمهور رئیس ټرمپ او دې ادارې دا خیال رد کړی چې ایران یوازې سوله ایز اتومي پروګرام غواړي. مونږ به هیڅکله ایران ته اجازه ورنکړو چې اتومي وسله ولري."

د بهرنیو چارو وزیر پمپیو یادونه وکړله چې د خلیج د همکارۍ شورا د هیوادونو په ګډون په منځني ختیځ کې د ایران نږدې ګاونډیانو د ایران لخوا د خطر او د وسلو د بندیز د مودې د پای ته رسیدو د مخنیوي په هکله د امنیت شورا ته خبرداری ورکړی. هغه همدارنګه اندیښنه څرګنده کړله چې جرمني، فرانسې، او برتانیې پداسې حال کې چې په خصوصي توګه یې ویلي، د وسلو د بندیز لیرې کیدل نه غواړي، خو د عملي کیدو لپاره یې هیڅ هم ندي کړي.

مایک پمپیو وویل: " امریکا به د رهبرۍ پدې ناکامۍ کې برخه وانخلي. امریکا به څوک خوښ نکړي، امریکا به رهبري کوي. د نن ورځې اقدامات په ایران اضافي فشار اچوي چې د یو عادي هیواد په شان عمل وکړي او د خبرو میز ته راشي.

د بهرنیو چارو وزیر همدرانګه وویل: "مونږ په نړیوالې ټولنې غږ کوو چې د یوې داسې قوي موافقې لپاره مونږ سره لاس یو کړي چې د ایران د مضر چلند د ټولو اړخونو چاره وشي. او د ټولو هیوادونو ولسونه خوندي شي چې غواړي د ایران د ضرر نه آزاد وي.

XS
SM
MD
LG