Accessibility links

Breaking News

امریکا او ترکیه د داعش د تمویل مخیوی کوي 


متحده ایالاتو او ترکیې څلور کسان او دوه ادارې د مالي اسانتیاو شبکې د یوې برخې په توګه په نښه کړي چې د عراق او سوریې د اسلامي دولت یا داعش ترهګرې ډلې سره مالي مرسته کوي. دوی د دې ډلې د غړو په جلب او جذب او عراق او سوریې او له هغه ځایه بهر ته د مالي لیږد په برخه کې مهم رول درلود.

د جنورۍ په پنځمه، د متحده ایالاتو د خزانې وزارت د بهرنیو شتمنیو د کنټرول دفتر، یا OFAC، ددې شبکې بنسټ ایښودونکی، عبدالحمید سلیم ابراهیم اسماعیل برکان الختوني؛ د هغه زامن محمد عبد الحمید او عمر عبد الحمید؛ او جاسم حمادي الجبوري، تروریستي ډلې ته د مالي ملاتړ د چمتو کولو لپاره د ۱۳۲۲۴ اجرائیوي فرمان په اساس په نښه کړل. په ورته وخت کې، ترکي چارواکو د هغوی شتمنۍ کنګل کړې.

عبد الحمید سلیم ابراهیم اسماعیل برکان الختوني د عراق تبعه دی چې په ترکیه کې په غیر قانوني توګه ژوند کوي. په تیرو څو کلونو کې، هغه په عراق کې د داعش تش په نامه ولایت-الجزیره لپاره د بهرني تمویل د مشر په توګه دنده ترسره کړې؛ په ترکیه کې یې د دې ډلې د مالي اسانتیاو شبکه اداره کړې؛ او د داعش او داعش لوړ پوړو مشرانو د ملاتړ لپاره د خپلې شبکې له لارې د پیسو په لیږد کې مهم رول لوبولی.

محمد عبد الحمید سالم بروکان الختوني او عمر عبد الحمید سالم بروکان الختوني د بروکان الختوني زامن دي. دوی د داعش د مالي اسانتیاو د شبکې غړي دي. د ۲۰۲۱ کال په جون کې، دوی څه دپاسه ۵۰۰زره ډالرو د لیږد اسانتیا لپاره د داعش د یو مالي چارواکي سره همغږي وکړه.

لوی جاسم حمادي الجبوري د داعش مالي تسهیل کونکی دی چې په ۲۰۲۰ کې د برکان الختوني لخوا په ترکیه کې د تاسیس شوي شام ایکسپریس شرکت په واسطه یې د داعش په استازیتوب د ترکیې، سوریې او عراق ترمینځ د پیسو لیږد رالیږد کاړه.

څرنګه چې دغو کسانو په ترکیه کې د خپلو مالي موسسو له لارې، د خوراکي توکو لپاره د وادي الرافدین او شام ایکسپریس له لارې داعش ته د پیسو د لیږد زمینه برابره کړې، دا دواړه بنسټونه هم په نښه شوي. وادي الرافدین پدې خاطر په ګوته شوی چې د بروکان الختوني لخوا کنټرولیږي. د شام اکسپریس چې د داعش د مالي تسهیل کوونکو په استازیتوب د ترکیې، سوریې او عراق ترمنځ په غیر قانوني توګه د پیسو د لیږد لپاره نیجاد شوی د داعش سره د مادي مرستو په خاطر په نښه شوی دی.

د تروریزم او مالي استخباراتو لپاره د خزانې وزارت مرستیال براین ای نیلسن وویل، د جنورۍ د پنځمې نیټې اقدام "د خزانې [وزارت] ژمنتیا تائیدوي چې په نړیواله کچه د داعش د فعالیت وړتیا راکمه کړي،" هغه زیاته کړه، "دا په نښه کونې او ورسره جوخت د شتمنیو کنګل کول په سیمه کې د داعش د فعالیت په نښه کولو لپاره زموږ د ترکي ملګرو سره د نږدې همغږۍ او همکارۍ پایله ده."

XS
SM
MD
LG