Accessibility links

Breaking News

امریکا به په عراق او سوریه کې د خپلو ځواکونو دفاع وکړي


په عراق کې د متحده ایالاتو ماموریت په رسمي ډول له جنګي ماموریت څخه د عراق امنیتي ځواکونو ته په مشورې ورکولو او د هغوی څخه په ملاتړ کولو بدل شوی دی. شاوخوا ۲۵۰۰ امریکایي ځواکونه په عراق کې پاتې دي او شاوخوا ۱۰۰۰ امریکایي ځواکونه په سوریه کې د داعش پر ضد د امریکا په مشرۍ د ایتلاف د روانې جګړې د یوې برخې په توګه پاته دي چې د اصلي حل عملیات نومیږي.

امریکایي ځواکونه په سیمه کې له خطر سره مخامخ دي، نه یوازې د داعش له خطر سره. د جنورۍ په لومړۍ اونۍ کې، په عراق او سوریه کې د متحده ایالاتو په ځینو پوځي اډو بریدونو شوې. ددې جملې نه دوه له چاودیدونکو توکو څخه ډکو بې پیلوټه الوتکو د عراق په لویدیځ کې د عین الاسد هوايي اډې ته نږدې د متحده ایالاتو په ځواکونو د برید لپاره الوځول شوې وو. د اډې دفاعي سیستم دواړه بې پیلوټه الوتکې له منځه یوړې. ددې سربیره د سوریې په شمال ختیځ کې د سوریې د ډیموکراتیکو ځواکونو د شنه کلي اډه چې لږ شمیر امریکایي او ایتلافي ځواکونه په کې میشت دي، د ملکي زیربنا له اړخه پرې غیر مستقیمې ډزې شوي دي.

دا بریدونه د امریکا په هوایي برید کې د ایران د سپاه پاسداران - قدس ځواک د جنرال قاسم سلیماني د وژنې په دوهمه کلیزه وشول چې د زرګونو امریکایي سرتیرو د ټپي کیدو او وژلو مسؤل و، د ایران جنرال قاسم سلیماني د امریکا د بې پیلوټه الوتکې په برید کې ووژل شو. متحده ایالاتو په ۲۰۱۹ کې د قدس ځواک د بهرني تروریستي سازمان په توګه ونوماوه.

په یو وروستي مطبوعاتي کنفرانس کې، د دفاع وزارت ویاند جان کربي وویل چې په عراق او سوریه کې د متحده ایالاتو پر ځواکونو وروستي بریدونه "هغو بریدونو ته ورته دي چې موږ د ایران له ملاتړو ملیشو څخه لیدلي دي...زموږ د کاري کچې انګیرنه داده چې دغه شان ډلې د دې کار مسؤلې دي. "

دواړه ویاند کربي او د ګډ ماموریت د ځواک قوماندان ډګر جنرال جان برینن روښانه کړه چې د متحده ایالاتو پوځ د ځان دفاع کولای شي او وبه یې کړي. ډګر جنرال برینن وویل: " ایتلاف د هر ډول ګواښ په وړاندې د ځان او همکارو ځواکونو څخه د دفاع حق لري او د دې ځواکونو د دفاغ لپاره له ټولو هغو امکاناتو کار واخلي چې په واک کې یې لري." هغه زیاته کړه، "زموږ ایتلاف په عراق او سوریه کې زموږ د ځواکونو پر وړاندې د هغو ملیشو ډلو ګواښونه څاري چې د ایران له خوا یې ملاتړ کیږي. دا بریدونه زموږ د ایتلاف له ګډ ماموریت څخه یو خطرناک انحراف دی چې همکارو ځواکونو ته مشوره، مرسته او وړتیا ورکوي چې د داعش [داعش] تلپاتې ماتې وساتي. "

XS
SM
MD
LG