د ملګرو ملتونو امنیت شورا د غزې په اړه د امریکا لخوا وړاندیز شوی پریکړه لیک تصویب کړ چې د فلسطینیانو او اسراییلیانو لپاره به د تلپاتې سولې لپاره لاره هواره کړي.
په ملګرو ملتونو کې د امریکا سفیر مایک والتز، د تاریخي رایې اچونې وروسته، وویل چې ملګرو ملتونو "ثابته کړه چې بیا ښه کیدای شي" او دا چې "د سولې مشعل کیدی شي، نه یو بې پروا نندارچي."
"نن د یو مهم بدلون ورځ ده، نه یوازې د غزې لپاره او د منځني ختیځ لپاره، بلکې د هغه څه لپاره چې د ولسمشر [ډونالډ] ټرمپ په مشرۍ نړیواله همکاري یې ترلاسه کولی شي، کله چې موږ د ویجاړۍ پر ځای ډیپلوماسي، د کړاو پر ځای ثبات، او د تلپاتې شخړې پر ځای سوله غوره کوو."
سفیر والتز وویل چې دا پریکړه لیک د ولسمشر ټرمپ د زړور مشرتابه او لید پرته ممکن نه و.
"د کلمې په واقعي مانا، فقط څو اونۍ دمخه، منځنی ختیځ په شخړو کې ډوب و. یرغمل شوي کسان په تونلونو کې بندیان وو. پداسې حال کې چې جګړه روانه وه، په غزه کې فلسطینیان د ځمکې په سر په دوزخ کې کړیدل. ولسمشر ټرمپ، د قطر، مصر او ترکیې د حیاتي ملاتړ سره، د سولې تاریخي تړون لاسلیک کړ. یرغمل شوي کسان خپلو کورونو ته راستانه شول، او موږ لاهم هڅه کوو چې په غزه کې د دریو یرغمل شویو کسانو جسدونه بیرته کورونو ته ورستانه کړو. خو موږ غزې ته د بشري مرستو د لوی بهیر چې د اوربند راهیسې په اوسط ډول هره ورځ ۶۶۰ لارۍ ورځي، هم ګورو."
سفیر والتز د متحدو ایالتونو د عربي شریکانو او اکثریت مسلمان هیوادونو څخه د دې پریکړه لیک د تصویب له کبله د هغوی د ملاتړ مننه وکړه. هغه د شرم الشیخ د ملاتړ د غونډې یادونه هم وکړه، چې څه باندې ۱۰۰هیوادونو د سولې لپاره د دې جامع بهیر ملاتړ وکړ.
سفیر والتز د دغه پلان مهمې برخې بیان کړې. لومړی، هغه یادونه وکړه چې د امنیت شورا د غزې د شخړې د پای ته رسولو لپاره د ولسمشر ټرمپ د تاریخي ۲۰ ماده ایز جامع پلان ټول اړخونه تایید کړي دي.
پدې کې د سولې بورډ هم شامل دی، چې مشري به یې ولسمشر ټرمپ کوي او د دې هڅې اساس وي. دا بورډ به د بشري مرستو رسول همغږي کوي، د غزې پرمختګ لپاره به اسانتیاوې برابروي، او د فلسطینانو د یوې کمیټې ملاتړ وکړي چې د غزې د ښاروالۍ او اداري خدماتو د ورځنو عملیاتو مسؤلیت لري.
دا پریکړه لیک د غزې د بې وسلې کولو په برخه کې د مرستې لپاره د نړیوال ثبات ځواک ته واک ورکوي، چې پکې د ترهګریزو او بریدګرو زیربناوو ویجاړول او د پوځي بیارغونې مخنیوی شامل دي. دا د حماس او د دې ډلې د شریکانو بې وسلې کول هم تضمینوي.
سفیر والتز هیله څرګنده کړه چې د دې پریکړه لیک تصویب به په غزه کې پانګونې او اقتصادي بیا رغونې ته لاره هواره کړي، چې فلسطینیانو ته به په دوامداره توګه په بهرنیو مرستو د اتکا په ځای یو فرصت برابر کړي.
سفیر والتز وویل، " دا پریکړه لیک غزې، فلسطینیانو، اسراییلیانو او ټولې سیمې ته د تلپاتې سولې د رامنځته کولو په لوري د نسلونو لپاره لومړی ریښتینی ګام دی. " د ولسمشر ټرمپ د زړورې رهبرۍ له برکته، په منځني ختیځ کې یو باثباته، خوندي او سوکاله راتلونکی اوس شونی دی.