Accessibility links

Breaking News

د ملګرو ملتونو سازمان د بندیزونو او محدودیتونو بیا تطبیق اعلان کړ


د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر، مارکو روبیو، په یوه بیان کې وویل چې د ملګرو ملتونو سازمان په دوامداره توګه د ایران لخوا د خپلو اټومي ژمنو د نه پوره کولو له امله، د امنیت شورا د شپږو پریکړه لیکونو له مخې، بندیزونه او نور محدودیتونه بیا نافذ کړي دي.

نوموړي زیاته کړه: "دا بندیزونه د ۲۰۲۵ کال د اګست په ۲۸مه د فرانسې، جرمني، او بریتانیا لخوا د یو پریکنده نړیوال مشرتابه د اقدام له مخې، د سنپ‌بک (snapback) یا د ماشې میکانیزم بهیر بشپړوي."

په بیا فعالو شویو پریکړه لیکونو کې ذکر شوي شرایط د ایران له اټومي، بالستیک توغندیو، دودیزو وسلو، او بې‌ثباته کوونکو فعالیتونو له لارې راتلونکو ګواښونو ته ځواب وايي.

ددې پریکړه لیک د پام وړ شرایط دا دي:

لومړی له ایران څخه غواړي چې د یورانیمو غني کولو، درنو اوبو، او بیا پروسس اړوند فعالیتونه وځنډوي، پر ایران د بالستیکو توغندیو له ټیکنالوژۍ څخه د کار اخیستلو بندیز لګوي، ایران ته د دودیزو وسلو صادرات منع کوي، د مشخصو افرادو او ادارو پر سفر او نړیوالو شتمنیو بندیزونه بیا نافذوي او د هغو وسلو او ممنوعه توکو د نیولو اجازه ورکوي چې ایران یې دولتونو یا ناقانونه ډلو ته لیږدوي.

متحده ایالتونه خوښ دی چې د امنیت شورا د روسیې او چین له وروستي کوښښ سره، چې غوښتل یې د حقایقو د ردولو هڅه وکړي او د بندیزونو تمدید ته لاره پرانیزي، مخالفت وکړ.

د امریکا د استازي مرستیالې، ډوروتي شیا، وویل:

"د روسیې او چین دا هڅه بې‌ارزښته ده، ځکه پرته له دې چې کوم واضح دیپلوماتیک پرمختګ وښيي، غواړي ایران له حساب ورکولو خلاص کړي."
"که روسیه او چین غواړي چې د ایران د اټومي مسلې پر سر د مذاکراتو له لارې یوه دوامدار حل ته ورسیږي، نو باید د تهران له مشرانو څخه وغواړي چې ژرتر ژره، او په معناداره توګه، خپلې ژمنې او مکلفیتونه پوره کړي، او د IAEA (د اټومي انرژۍ د څار نړیوال سازمان) سره بشپړه همکاري وکړي."

د امریکا د باندنیو چارو وزیر مارکو روبیو وویل: "د امنیت د شورا پریکړه دا واضح پیغام رسوي: نړۍ به له ګواښونو او نیمګړو اقداماتو سره توافق و نه کړي او تهران به حساب ورکوي."

ښاغلي روبیو ټینګار وکړ چې ولسمشر ټرمپ روښانه کړې چې ډیپلوماسي لا هم یوه غوره انتخاب دی.

نوموړي زیاته کړه:

"یوه هوکړه به لا هم د ایران د ولس او د نړۍ لپاره تر ټولو غوره پایله وي. خو د دې لپاره، ایران باید مخامخ، رښتینو او له ځنډ یا دوکې پرته مذاکرات ومني. که داسې هوکړه و نه شي، نو ملګري باید سمدستي سنپ‌بک یا د ماشې میکانېزم بندیزونه عملي کړي، چې د ایران مشران اړ شي د خپل ملت لپاره سم تصمیم ونیسي، او د نړۍ د امنیت لپاره غوره اقدام وکړي."

XS
SM
MD
LG