Accessibility links

Breaking News

په برما کې ظالمانه ځپنې


د برما پوځي رژیم په یوې پټې محکمې کې یو مشهور مسیحي مبلغ او د کاچین قوم مشر په شپږو کلونو بند محکوم کړ، چې متحدو ایالتونه یې «د پوځ په مشرۍ د ترهګرۍ جوړ شوي‌ تورونه، ناقانونه تړاوونه او د رژیم په ضد د مخالفت پاروونه» بولي.

د ډاکټر هکلام سامسون محکمه د اپریل په ۱۷ نېټه [ښه جمعه] وه، دا ورځ د مسیحیانو لپاره یوه سپڅلې ورځ بلل کېږي. د مۍ په دویمه نېټه هماغې محکمې چې هکلام سامسون یې محکوم کړی، د هغه د قضیې د بیا اورېدو/ارزولو غوښتنه هم رد کړه.

متحدو ایالتونو له کوم شرط پرته د هغه د سملاسي پرېښودو غږ کړی دی. ډاکټر هکلام سامسون په هېواد کې یو مخکښ مذهبي مشر بلل کېږي. هغه د کاچین باپتیست کنوانسیون مشاور دی، نوموړی د څو کلونو لپاره د دغې ډلې مشر هم و. هغه د کاچین د ملي مشورتي اسمبلۍ مشر هم دی.

ډاکټر هکلام سامسون همدغه راز د بشري حقونو او د ټولو ادیانو د پیروانو لپاره د مذهبي ازادۍ مدافع هم دی. په دې سربېره هغه په برما کې په بشري چارو کې په کار کولو هم مشهور دی. نوموړي د ۲۰۲۲ د اکتوبر په میاشت د هپکانت په ښار کې د رژیم په هوايي بریدونو کې د وژل شویو د جنازو او زخمیانو د درملنې چارې تنظیمې کړې وې، په دغه برید کې ۶۰ تنه وژل شوي وو. هغه بیا ورسته د کاچین په دولتي مرکز کې د وژل شویو لپاره د دوعا مراسم هم ونیول.

د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ودان پاټیل په یوې اعلامیې کې ویلي دي چې د برما ظالم رژیم ډاکټر سامسون د هغه د هڅوونکو کارونو له کبله په نښه کړی دی. « ډاکټر هکلام سامسون خپل تبلیغ د سولې د هڅو ملاتړ، نشه يي موادو ختمولو، په برما کې د کاچین مسیحیانو لپاره د عدالت او برابرۍ غوښتنې او خپلو کورونو ته د کاچین قوم د څه باندې ۱۰۰۰۰۰ بېځایه شویو وګړو خوندي او رضاکاره راستنېدو تنظیم ته وقف کړی و.»

په نړۍ کې د ادیانو د ازادۍ په برخه کې د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت تازه راپور وايي: «له ۱۹۹۹ کال راپدیخوا، برما د ۱۹۹۸ د مذاهبو د ازادۍ د نړیوال قانون په اساس، د مذهبي ازادۍ څخه په سرغړونې او یا یې په تحمیلولو کې د ښکېلتیا له کبله، د ځانګړې اندېښنې وړ هېواد په توګه پېژندل کېږي. د ۲۰۱۲ د نومبر په ۱۵ نېټه د بهرنیو چارو وزیر برما یو ځل بیا د ځانګړې اندېښنې وړ هېواد په توګه وپېژنده.» د ډاکټر هکلام سامسون ظالمانه محکومیت څرګندوي چې برما د همداسې یوې پېژ‌ندنې مستحقه ده. ویاند پاټیل وویل: «موږ په رژیم باندې فشار راوړو چې په برما کې د مذهبي فعالانو، ټولنو او عبادت د ځایونو جابرانه ځپل بند کړي او خشونت پای ته ورسوي.»

XS
SM
MD
LG