د امریکا د روغتیا او بشري خدماتو وزیر رابرټ کینیدي وايي چې "د نورو ډیرو پخوانیو سازمانونو په څیر، [د روغتیا نړیوال سازمان] هم د بېځایه بیروکراسۍ، د منافعو د تضاد او د نړیوال قدرت د سیاستونو ښکار شوی دی."
هغه وویل چې د ټرمپ ادارې دا روښانه کړې ده چې امریکا د روغتیا د نړیوال سازمان څخه په بشپړه توګه د وتلو اراده لري. هغه د نړیوالې روغتیا د راتلونکي په اړه هم خپل نظر شریک کړ.
"که څه هم په تاریخي لحاظ متحده ایالتونه د [روغتیا د نړیوال] سازمان لوی تمویلونکی دی. خو نور هیوادونه لکه چین د دغه سازمان په فعالیتونو باندې خپل نامناسب نفوذ ساتلی دی داسې چې د دوی ګټو سره مرسته کوي، نه د نړۍ د خلګو ګټو سره."
د جنوري په ۲۰ نیټه ولسمشر ډونالډ ټرمپ یو اجرائیوي فرمان لاسلیک کړ چې په ترڅ کې یې امریکا د روغتیا د نړیوال سازمان نه ووتله او د امریکا فدرالي حکومت ته هدایت ورکړ شو چې په راتلونکي کې دغه سازمان ته د متحده ایالاتو د هر ډول مالي مرستو، ملاتړ او منابعو انتقال وځنډوي.
کینیډي وویل: "نه یوازې دا چې د روغتیا نړیوال سازمان د چین سیاسي فشار ته تسلیم شوی دی، بلکې په دې کې هم پاته راغلی دی چې یو داسې سازمان وي چې شفافیت په کې وي او د غړو هیوادونو لخوا او [د غړو هیوادونو] لپاره عادلانه حکومتداري رامنځ ته کړي."
هغه زیاته کړه: "د روغتیا نړیوال سازمان داسې چلند کوي لکه چې دا یې هیر کړي وي چې غړي هیوادونه یې خپلو وګړو ته حساب ورکوونکي دي نه نړیوال او د لویو شرکتونو ګټو ته."
ولسمشر ټرمپ د جنوري په ۲۰ نیټه په ځپلو څرګندونو کې وویل چې امریکا "په ۲۰۲۰ کال کې د روغتیا د نړیوال سازمان څخه د خپل وتلو اعلان په دې خاطر وکړ چې دغه سازمان د کویډ ۱۹ وبا چې د چین د وهان څخه خپره شوه او نور نړیوال روغتیایي بحرانونه په سمه توګه اداره نه کړل. دغه سازمان په دې کې پاته راغلی دی چې د ضرورت وړ اصلاحات راولي او په دې کې هم پاتې راغلی دی چې خپله خپلواکي د خپلو غړو د نامناسب سیاسي نفوذ څخه وساتي. د دې نه علاوه د صحت نړیوال سازمان د امریکا نه غیرعادلانه توګه د ډیرو پیسو غوښتنه هم کوي چې دغه بیا د نورو هیوادونو د تادیاتو سره پرتله کیدای نه شي. چین چې ۱.۴ میلیارد نفوس لري او د امریکا ۳۰۰ برابره نفوس لري د روغتیا د نړیوال سازمان سره د امریکا په ترتله ۹۰ سلنه لږه مالي مرسته کوي."
کینیډي د خپلو څرګندونو په پای کې د نړۍ د بیلابیلو هیوادونو د صحت وزیرانو ته بلنه ورکړه چې "د نوي دور همکاري پیل کړي. هغه په خپلو نړیوالو همکارانو غږ وکړ چې نوي سازمانونه جوړ کړي او یا هم په هغو سازمانونو تمرکز وکړي چې موثر، شفاف او مسول وي."