د امریکاولسمشر خپله هغه ژمنه پوره کوی چې ویلي یې و چې د ونزویلا ډیکتاتور نیکولاس مدورو به د هغه د جرایمو پر وړاندې مسول ګڼي.
د امریکا د باندنیو چارو د وزارت او د عدلیې وزارت د هغو معلوماتو په بدل کې چې د مدورو د نیولو او محاکمې سبب شي، د جایزه اندازه ۵۰ میلیونه ډالرو ته لوړ کړه ځکه مدورو د امریکا د مخدره موادو قوانین نقض کړي دي.
مدورو د یوې لیسزې راهیسې د ډي لوسیلوس په نامه د مخدره موادو د ډلې مشري کوي چې امریکا ته د مخدره موادو په قاچاق کې لاس لري.
د جولای پر ۲۵ نیټه د امریکا د مالیې وزارت د ډي لوسیلوس ډله د ترهګرو په لست کې شامله کړه.
د امریکا د باندنیو چارو وزیر مارکو روبیو د اګست پر ۷ مه نېټه داسې وویل « د ۲۰۲۰ کال راهیسې مدورو ولسواکي خفه کړې او په ونزویلا کې یې واک په لاس کې اخیستی دی. مدورو ادعا کوي چې د ونزویلا د ۲۰۲۴ کال د جولای د ۲۸ مې نېټې انتخابات یې ګټلي دي خو په دې کې پاته راغلی دی چې خپل د ګټلو ثبوت وړاندې کړي. د امریکا متحده ایالات دا نه مني چې مدورو د ۲۰۲۴ کال انتخابات ګټلي دي او هغه د ونزویلا د ولسمشر په توګه په رسمیت نه پېژني.»
د بشري حقوقو اړوند د پام وړ مسایل چې په ونزویلا کې د مدورو له خوا نقض شوي دي په کښې په خپل سر او غیر قانوني وژل شامل دي، په زوره تریتم کول شامل دي، د امنیتي ځواګونو له خوا شکنځه او غیر انساني مجازات او چلند شامل دی، د امنیتي ځواکونو له خوا خپل سري بندي کول او په زندان کې ساتل شامل دي او د زندانونو بد وضعیت شامل دی.
دغه راز په ونزویلا کې د بیان او مطبوعاتو د آزادۍ پر وړاندې جدي محدودیتونه وضع شوي چې په کښې د خبریالانو پر وړاندې تشدد او د تشدد ګواښونه شامل دي، د خبریالانو پر ناحقه نیول کیدل او محاکمه کېدل شامل دي، سانسورول شامل دي او د بیان پر آزادۍ او سوله ایزو مظاهرو باندې بندیزونه شامل دي.
همداشان د ونزویلا خلک د هغه حق څخه محروم شوي دي چې خپل حکومت د سوله ایزو او عادلانه انتخاباتو له لارې بدل کړي.
د مدورو په ونزویلا کې د حکومت له خوا جدي اداري فساد روان دی او د بشر د حقوقو کور دننه او نړیوال سازمانونه ځورول کېږي.
د مدورو د رژیم استاځو تراوسه پورې د هغو چارواکو د افشا او جزايي کولو په برخه کې د اعتیبار وړ اقدامات نه دي کړي چې د بشر د حقوقو څخه یې سرغړونې ښايي کړي وي.
دغه راز داسې ریپوټونه هم شته چې غیر دولتي مسلح ګروپونه او جرمي ډلې په تشدد، انساني قاچاق، د ماشومانو په ګمارلو، د بومیايي ټولنو څخه په ناوړه ګټه پورته کولو او جنسي زورزیاتي کې ښکیلې دي.
د امریکا له خوا د جایزې ټاکل کېدل، د ولسمشر ټرمپ د « لومړۍ امریکا» د لومړیتوبونو یو مهم رکن دی.
د هغو کسانو څخه چې د مدورو د جرمي فعالیتونو په هکله معلومات لري غوښتنه کېږي چې د امریکا د مخدره مواد ضد ادارې یا ډي اي اې سره د ټلفون، صوتي پیغام، وټس اپ، سیګنال، تیلیګرام یا چټ له لارې په لاندې شمیرې تماس ونیسي: +۱-۲۰۲-۶۸۱-۸۱۸۷ یا ایمل وکړي او یا هم نږدې سفارت یا قونسلګرۍ ته مراجعه وکړي.
د امریکا لویې څارنوالې میرمن پام باندي په یوې خپرې شوې ویډیو کې مدورو ته « په نړۍ کې د مخدره مووادو د قاچاقبرانو د ترټولو لوی قاچاقبر خطاب کړی دی او هغه یې زمونږ ملي امنیت ته یو ګواښ بللی دی.»
میرمن باندي داسې وویل « د ولسمشر ډونالد ټرمپ تر مشرې لاندې به مدورو په دې ونه توانېږی چې د عدالت د منګلو څخه وتښتي او خپل د ظالمانه اعمالو په خاطر به مسول وګڼل شي.»