Accessibility links

Breaking News

له چین څخه وغوښتل شول چې د روسیې د دفاعي صنایعو ملاتړ ودروي


د روسیې او چین مشران
د روسیې او چین مشران

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن وایي، چین د "روسیې سره مرسته کوي ترڅو د هغه پراخ فشار سره مقابله وکړي چې د بندیزونو، صادراتو کنټرول او نورو اقداماتو له لارې ترسره کیږي."

بلنیکن، چین ته د خپل وروستي سفر په ترڅ کې د ولسمشر شي‌جین‌پینګ څخه وغوښتل چې د روسیې له دفاعي صنعت څخه د چین ملاتړ پای ته ورسوي. هغه وویل:"په حقیقت کې موږ د اوکراین په وړاندې د روسیې د پوځي یرغل له پیل راهیسې له چین سره ښکیل یو او له دوی غواړو چې روسیې ته وسلې ور نه کړي؛ داسې وسلې چې د [روسیې] د یرغل لمبو ته نوره هم لمن وهي."

هغه وویل: "او زه فکر کوم چې دا سمه ده چې ووایم چین په مستقیم ډول روسیې ته وسلې، توغندي او مهمات نه دي ورکړي. خو ایران او شمالي کوریا دا کار کوي."

"په هرصورت، هغه څه چې چین یې کوي د روسیې د دفاعي صنعت بنسټ ته ارزښتناکه ملاتړ چمتو کوي؛ کوم چې د روسیې سره مرسته کوي چې د هغه پراخ فشار سره مقابله وکړي چې د بندیزونو، صادراتو کنټرول او نورو اقداماتو له لارې ترسره کیږي."

ښاغلي بلینکن وویل: "که تاسو وګورئ چې روسیې په تیر کال کې د وسلو، توغندیو، ټانکونو او زغره والو وسایطو د تولید په برخه کې څه کړي، دا یې د سړې جګړې او د پخواني شوروي اتحاد د خپل عصري تاریخ د ټول وخت په پرتله په چټکۍ سره تولید کړي."

"دا چې څنګه توانیدلی دا وکړي؟ ځکه چې په پراخه توګه ماشیني وسایل، مایکرو الیکټرانیکونه، آپټیکس ترلاسه کوي چې اکثر یې له چین څخه راځي. اویا سلنه ماشین الات او ۹۰ سلنه مایکرو الکترونیکي توکي له چین څخه راځي. اوس نو، دا دوه ځله کاریدونکي توکي دي، خو موږ په روښانه توګه پوهیږو چې څومره یې چیرته ځي."

د بهرنیو چارو وزیر بلینکن وویل: "دا دوه ستونزې رامنځته کوي." او "دا روسیې ته دا توان ورکوي چې د اوکراین په وړاندې پوځي یرغل ته دوام ورکړي، نو دا د یوې جګړې دوام دی چې چین وايي غواړي هغه پای ته ورسیږي، لکه څنګه چې موږ ټول غواړو. خو دویم، دا روسیې ته د دې توان هم ورکوي چې یو دفاعي صنعتي بنسټ بیا جوړ کړي چې د ټولې اروپا هیوادونه ژوره اندیښنه لري چې د اوکراین وروسته به د دوی پر وړاندې وکارول شي."

د بهرنیو چارو وزیر بلینکن زیاته کړه، او همدا لامل دی چې هان لکه څنګه چې چین "په اروپا کې د هیوادونو سره د ښو اړیکو په لټه کې دی، دا د سړې جګړې له پای ته رسیدو وروسته د اروپا امنیت ترټولو لوی ننګونې ته هم لمن وهي."

هغه وویل: "زه په هغه ژوره اندیښنه پوهیږم، کوم چې اروپایان یې په روسیه کې د دفاعي صنعتي بنسټ په موخه د دې ملاتړ په اړه لري، ځکه چې دا یوځل بیا، نه یوازې اوکراین، بلکې د ټولې اروپا امنیت ته ګواښ دی." هغه زیاته کړه "او لکه څنګه چې ما له خپلو چینايي همکارانو سره دا شریک کړل، نشي کیدای چې دا دواړه لارې ولرئ."

XS
SM
MD
LG