د امریکا د باندنیو چارو وزیر مارکو روبیو کولا لامپور ته سفر وکړ چې د امریکا او جنوب ختیځې آسیا د هیوادونو یا ایسیان د وزیرانو په غونډه کې ګډون وکړي چې د جولای پر ۱۰ مه نېټه پیل شوه.
هغه د جنوب ختیځې آسیا د باندنیو چارو د وزیرانو په غونډه کې هم ګډون کوي او ټاکل شوې چې د ایسیان د سیمې د باندنیو چارو د وزیرانو په جلسه کې هم اشتراک وکړي.
ښاغلی روبیو به ددغه سفر پرمهال د ایسیان د سازمان سره د امریکا هراړخې ستراتيژیکې ملګرتیا ته اشاره وکړي چې څنګه دغه ملګرتیا د امریکا خلګو او د جنوب ختیځې آسیا د سیمې خلګو ته ګټه رسوي او ښه نتایج لري او دغه راز به د مالیزیا سره د امریکا پر هر اړخیزې ملګرتیا چې امریکا یې لا ودې ته متعهده ده تاکید وکړي.
د ایسیان د کنفرانس په پیل کې د امریکا د باندنیو چارو وزیر مارکو روبیو او د مالیزیا د باندنیو چارو وزیر محمد حسن د امریکا او مالیزیا ترمنځ د ملکي اټمي ستراتيژیکو همکاریوو په برخه کې یو تفاهم لیک لاس لیک کړ چې هدف یې د امریکا او مالیزیا ترمنځ د سوله ایزې اټمي همکارۍ وده ده.
ښاغلي روبیو وویل چې ،، مونږ ددې تفاهم لیک امضا ته ډير خوشحاله یوو دا تفاهم لیک نړۍ ته یو سیګنال دی چې څنګه ملکي اټمي همکاري یو موجود انتخاب دی. په نړۍ کې زیات شمیر هیوادونه دي چې په دې ورستیو کې په سرلیکونو کې راغلي دي چې علاقه یې د ملکي اټمي پروګرامونو په برخه کې څرکنده کړې ده. دا یې یو مثال دی چې څنګه دا کار کیدلای شي. مونږ ددې نه ډیر منندوی یوو چې په دې وتوانیدو چې د یوه نږدې متحد سره دغه [ تفاهم لیک]امنضا کړو،،.
د امریکا د باندنیو چارو وزیر وویل چې امریکا علاقه منده ده چې د مالیزیا سره د سوله ایز اټمي پروګرام یا ۱۲۳مې موافقې په برخه کې مزاکرات وکړي. ددغې موافقې نوم د ۱۹۵۴ کال د اټمي انرژۍ د قانون د ۱۲۳ برخې څخه اخیستل شوی چې د امریکا دپاره د خپلو متحدینو سره د پام وړ سوله ایز اټمي پروګرام په برخه کې د همکارۍ دپاره حقوقي لاره ایجادوي او د امریکا دپاره په نړۍ کې د اوږدمهاله ستراتيژیکو ملکي اټمي ملګرتیاو دپاره تاداب برابروي.
د امریکا متحده ایالاتو سره د ۱۲۳ مې موافقه یو متحده ته لاره هواره کوي چې د امریکا سره د ملکي اټمي همکاریوو د ګټو څخه برخمن شي چې په نړۍ کې یو تر ټولو پرمخ تللی، مصون، د اعتیبار وړ د اټمي توکو عرضه کونی هیواد دی خو په عین حال کې دا موافقه هغه ګډ تعهد ته هم اشاره کوي چې نړیوال ستندردونه ، د اټمي انرژی په برخه کې د عدم تکثیر مسولیتونه او دغه راز د اټمي امنیت مسله ده.
ښاغلي روبیو د ایسیان د غونډې په پیل کې وویل چې ،، د آرام سمندر سیمه د امریکا د بهرنۍ پالیسې دپاره یوه مهمه سیمه ده او د راتلونکو ۵۰ کلونو دپاره به د نړۍ تاریخ تر زیاته بریده د همدغې سیمې څخه او د نړۍ د همدې برخې څخه ولیکل شي.،،
ښاغلي روبیو زیاته کړه چې د ایسیان سازمان یو مخکښ مکنیزم دی چې مونږ به یې په مرسته د دې سیمې سره خپلې ښکیلتیا ته ادامه ورکړو—یوه داسې سیمه چې خپلواک ده او مستقل هیوادونه په کښي کې دي د کومو هیوادونو سره چې مونږ اوږدمهاله ملګرتیا او اړیکې لرو.،،