Accessibility links

Breaking News

چین د اعتبار په آزمونیه کې ناکام شوی، مایک پمپیو


د بهرنیو چارو وزارت د جون د میاشتې په ۱۷ (چنګاښ ۲۷) خپره کړې، د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر مایک پمپیو له قوله پکې ویل شوي چې د چین د خلکو جمهوریت خلکو ته د کویډ۱۹ په هکله د ریښتیا په ویلو کې ناکام شوی او دا د سلګونو زرو خلکو د مرګ سبب شو.

د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو همدارنګه د چین د کمونیست ګوند لخوا د حقوقو د استاد، شوژانګرون په نیولو هم خفګان ښکاره کړی چې د راپورونو له مخې د جولاۍ د میاشتې په شپږمې نیټې په خپل کور کې نیول شوی.

ښاغلي پمپیو ویلي " د شو ژان ګرون د نیولو په خبر ډیر خواشینی یم. هغه د کمونیست ګوند د عمومي منشي شې ژنګ پنګ په مستبد رژیم انتقاد کړی و چې د کویډ۱۹ پر ضد مبارزه یې په سمه توګه نه وه تنظیم کړې. هغه باید ژر تر ژره خوشې شي. هغه یوازې ریښتیا ویل".

حقیقت دا دی چې د چین کمونیست ګوند د ریښتیا ویل نه مني.

د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو په مقالې کې ویلي " مونږ ریښتیا ته اړتیا لرو. دلته سیاست نه بلکې ساینس مطرح دی. د چین کمونیست ګوند باید چې د دې ویروس په اړه نړۍ ته ریښتیا وایي. "

د بهرنیو چارو وزیر په سرمقالې کې ویلي "نړۍ ته تر اوسه د هغه لومړني شخص هویت ندی معلوم چې په کرونا اخته شوی. " سره لدې چې چین ویلي د روغتیا نړیوال سازمان یا دبلیو اچ او اجازه لري چې هغه هیواد ته ورشي او د کرونا د ویروس د سرچینې په هکله تحقیقات وکړي خو د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو ویلي، "مونږ باید دا یقیني کړو چې پدې تحقیقاتو کې سم کسان برخه ولري. مونږ سر سري سیاسي حل نه غواړو بلکې ریښتیني ځوابونه باید ورکړل شي. "

مایک پمپیو ویلي چین د څو میاشتو لپاره دا خبره کوله چې د کرونا د ویروس په هکله یې د روغتیا نړیوال سازمان ته خبر ورکړی و خو وایي دا خبره سمه نده. ښاغلي پمپیو ویلي "مونږ پوهیږو چې په چین کې د روغتیا د نړیوال سازمان د ادارې مشر هغه وخت د دې وبا د خپریدو خبره وکړه کله چې مطبوعاتو د ووهان د ښاروالۍ د روغتیا د ریاست اعلامیه خپره کړله".

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر په سرمقالې کې ویلي چې د کویډ۱۷ ویروس په هکله د چین بې باوري نړۍ ته د چین کمونیست ګوند اصلي څیره وښوده او د دې ګوند ښکاره ټګي یې په څو ځایونو کې بربنډه کړه. د بیلګې په توګه د چین کمونیست ګوند د شینیانګ په سیمه کې ناوړه توقیف خانه په حقیقت کې د مسلکي زده کړو کمپونه بولي چې هیڅ منطق نلري. بل مثال یې د ملي امنیت شدید قانون پلي کول دي چې د هانګ قانوني حاکمیت ته زیات زیان رسوي او کمرزوی کوي یې. سره لدې چې بیجنګ د چین او برتانیې په ګډې اعلامیې کې چې په ملګرو ملتونو کې ثبت ده، دا ډاډ ورکړی و چې هانګ کانګ به په لوړه کچه آزادي لري او مدني آزادي به یې پخپل حال وي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو ویلي د بل هر وخت په پرتله اوس پدې قانع شوی چې د نړۍ آزاد او د دیموکراسۍ خوښوونکي خلک به د چین د خلکو په جمهوریت کې دننه او د باندې د چین د کمونیست ګوند خطرناکې اغیزې درک کاندي او د خپلواکو هیوادونو د خوندیتوب لپاره به د قانون د حاکمیت لاندې چې د ټولو په ګټه وي، په ګډه د ځواب ویلو لپاره سره یو لاس شي.

XS
SM
MD
LG