Accessibility links

Breaking News

د متحدو ایالتونو دفاعي تګلاره امریکا تر هر څه لومړۍ ګڼي


د نړیوال امنیت په چارو کې د متحدو ایالتونو د دفاع وزارت مرستیالې کاترین تامسن د جون په لسمه نېټه د امریکا د استازو خونې د وسله والو خدمتونو کمېټې ته په یوې استماعیه غونډې کې وویل چې د دفاع وزارت د متحده ایالتونو د مرکزي قوماندې او د افریقا قوماندې د مسولیت په سیمو کې د امریکا ګټو ته لومړیتوب ورکوي.

ټامسن وویل:‌ «په منځني‌ ختیځ کې دولتونه او غیردولتي‌ ډلې، لکه د اسلامي دولت ډله، ایران او لاسپوځي ډلې یې د امریکا خاورې او په سیمې کې امریکايي ځواکونو او جوړښتونو ته اوس هم ګواښ پېښوي.»

هغې وویل چې په یمن کې د حوثیانو په خلاف د امریکا د عملیاتو په نتیجه کې د کښتیو آزاد تګ راتګ بیرته عادي شوی.‌ او په عراق کې، د دغه هیواد امنیتي ځواکونه اوس د داعش خلاف د زیاتره عملیاتو مشري په خپله کوي او په دغو عملیاتو کې یوازې د امریکا مشورتي رول ته اړتیا شته.

تامسن وویل چین هڅه کوي چې په بهر کې د اډو، د بحري‌ لاسرسي او په افریقا کې په مهمو کانونو باندې د تسلط له لارې، چې د خپل دفاعي تامین سلسله تمویل کړي، د خپل پوځي قوت د څرګندولو قابلیتونه د غځولو هڅې کوي. هغې زیاته کړه چې د امریکا د دفاع وزارت به د چین د هغو هڅو مخالفت او مخه ونیسي چې خپل پوځونه په افریقا کې داسې ځای پرځای کړي چې د امریکا د دفاع توان ته ګواښ‌ متوجه کړي.

هغې زیاته کړه:‌ «موږ به همدا راز د [امریکا] د نورو ادارو د شریکانو سره د چین د هڅو خلاف چې غواړي [د افریقا] ‌په وچه کې امریکا د مهمو [کانونو] د مارکیټ نه حذف کړي د نږدې نه کار وکړو.‌»

د امریکا د مرکزي قوماندانې یا CENTCOM قوماندان جنرال مایکل کورېلا هم د امریکا د کانګریس د ولسي جرګې د کمیټې په استماعیه غونډې کې خبرې وکړي. هغه وویل چې ایران د خپلو یورانیمو زیرمه کولو ته ادامه ورکړي او غني شوو [یورانیم کچه یې] ۶۰ فیصدو ته رسولې ده چې د ملکي اهدافو لپاره [د دغې لوړې کچې د یورانیمو] ضرورت نه شته.

هغه وویل چې د امریکا د مرکزي قوماندې د دوامداره مبارزې له کبله د تروریستي ډلو په سلګونه وسله وال او د هغوی مشران په عراق او سوریې کې له منځه تللي او دغه ډلې د فشار لاندي دي.‌

هغه وویل چې د ملګرو یوې شبکې د داعش خراسان ډلې ته چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د قبایلي سیمو څخه یې ګټه اخیستله د پام وړ تاوان رسولی دی.

د افریقا لپاره د امریکا د کومنډ قوماندان،‌ د سمندري ځواکونو جنرال مايکل لېنګلي د امریکا د ولسي‌ جرګې دغې کمیټې ته وویل چې افریقا لا هم داسې یوه ساحه ده چې امریکا نه شي کولای چې له پامه یې وغورځوي، ځکه چې هلته تروریستان موجود دي ‌چې غواړي خپله ایدیالوژي پراخه او صادره کړي. چین هڅه کوي چې سيمه‌ييز برلاسي ترلاسه کړي، او روسيه بیا د هغو فرصتونو پسې ګرځي چې ګډوډۍ او بې‌ثباتۍ رامنځ ته کړي. امریکا ژمنه ده چې د خپلو ملګرو سره کار وکړي تر څو د دغو سیمو او د امریکا امنیت خوندي کړي.

XS
SM
MD
LG