Accessibility links

Breaking News

امریکا د ایران د رژیم نړیواله پټه مالي شبکه له منځه وړي

 د امریکا د مالیې وزیر سکاټ بېسنټ
د امریکا د مالیې وزیر سکاټ بېسنټ

د امریکا د مالیې وزارت د بهرنیو شتمنیو د کنټرول دفتر، یا OFAC د اګست په ۷مه د څو هېوادونو په کچه د هغو ګڼو شبکو پر ضد اقدام وکړ چې د ایران د مخکښ بانکي سیستم ته یې د سلګونو میلیونو ډالرو د لېږد زمینه برابروله.

د امریکا د مالیې وزیر سکاټ بېسنټ وویل، "د ایران پټ بانکي سیستم د اقتصادي فشارونو تر اغېز لاندې د کمزورېدو په حال کې دی او رژیم د پیسو د لېږد لپاره له بیلابیلو لارو بې‌برخې کېږي. "

د امریکا د مالیې وزارت وايي، د رژیم د باوري مالي اسانتیا برابروونکو د شبکو په افشا کېدلو او ددې هڅو په دوام ، ایران هغو مهمو عایداتي سرچینو ته لاسرسی له لاسه ورکوي چې د رژیم د کمزوري مدیریت شوي اقتصاد، سرغړوونکو وسله‌والو ځواکونو او د بې‌ثباتۍ رامنځته کوونکو ترهګرو نیابتي ډلو د بقا لپاره مهمې دي.

د امریکا په وینا، دغه وضعیت د ایران د خلکو په وړاندې د رژیم اعتبار هم لا کمزوری کوي.

د امریکا دا اقدام د یوه اجرائیوي فرمان له مخې ترسره شوی چې په ایران کې د مالي او نفتو د سکتور پر فعالو کسانو تمرکز کوي. واشنګټن وايي، دغه اقدام د ولسمشر د ملي امنیت د ولسمشرۍ یادداشت د دویمې شمېرې د پلي کولو برخه هم ده، چې موخه یې پر ایران د «اعظمي فشار» راوستل دي.

د امریکا د مالیې وزارت وايي، دا په ۲۰۲۶ کال کې د ایران د پټو بانکي فعالیتونو پر وړاندې د دې دفتر اتم اقدام دی. په دغو اقداماتو کې پر ایراني بانکونو، د هغوي سره د تړلو مخکښو شرکتونو، صرافیو او د هغوی پر مدیرانو، لویو تمویل کوونکو او هغو ایراني واردوونکو او صادرونکو شرکتونو هم تمرکز شوی چې د عوایدو د سپینولو او بېرته ایران ته د انتقال لپاره یې پر دغو مالي شبکو تکیه کړې ده.

د امریکا په وینا د "ایران شهر" بانک د خپلو اړوندو شرکتونو، په ایران کې د (Farab Soroush Afagh Qeshm) (FSAQ) او په دوبۍ کې د (HMS Trading FZE) په نوم د شرکت په مرسته، د ایران له رژیم سره همکاري کوي چې د بهرنیو بازارونو څخه د تېلو د پلور عواید بېرته ترلاسه کړي.

د امریکا د مالیې وزارت وايي، دغه شبکه د ایران د تېلو له ځینو مهمو صادرونکو سره هم مرسته کوي، چې په کې (National Iranian Oil Company)، (Naftiran Intertrade Co)،
(Trialiance Petrochemical Co. Ltd) او د ( Sepher Energy Jahan) په نوم د ایران د وسله‌والو ځواکونو د لوی درستیز تر پوښښ لاندې شرکت هم شامل دی.

د امریکا په وینا، په ځانګړي ډول شهر بانک او اړوندې شبکې یې په دوبۍ کې له دوو صرافیو څخه د مخکښو شرکتونو په توګه کار اخلي.

په دې کې Titan Exchange)) په نوم شرکت هم شامل دی چې د
(Titan Land Petrochemicals Trading L.L.C) او د
(Titan Energy Petroleum Products Trading Co. L.L.C)
په نومونو هم فعالیت کوي.

دویم شرکت
Alps International L.L.C)-FZ (Alps International)) دی.

د امریکا د مالیې وزارت وايي (Farab Soroush Afagh Qeshm) له چین سره د معاملو د اسانتیا لپاره د تادیاتو یوه غیرقانوني شبکه چلوي. په متحده عربي اماراتو کې مېشت تش په نامه چینایي شرکتونه له (Alps International) سره نږدې همکاري کوي، او دغه شرکت بیا د (Farab Soroush Afagh Qeshm)په استازیتوب تادیات ترسره کوي.

د (Farab Soroush Afagh Qeshm) د متخصصینو یوه عملیاتي ډله چې په متحده عربي اماراتو کې فعالیت کوي او د «Safe Group» په نوم پېژندل کېږي، له(Alps International) سره یوځای د پیسو د لېږد بهیر ترسره کوي او د تش په نامه د هغو چینايي شرکتونو اړوند اسناد هم سمبالوي چې د منځګړو حسابونو له لارې پیسې ترلاسه کوي.

د امریکا په وینا، د ایران تر مدیریت لاندې په دوبۍ کې مېشتې ددې شبکې فعالیتونه د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو، په ځانګړي ډول په هانګ کانګ کې د ثبت شویو ګڼو شرکتونو له لارې لا پراخ شوي دي.

د امریکا د مالیې وزیر سکاټ بېسنټ وویل: «هر هغه څوک چې د رژیم د بقا لپاره اسانتیاوې برابروي، خپل ځان امریکا ته په یوه نښه بدلوي. د مالیې وزارت به د دغو شبکو افشا کولو ته دوام ورکړي او د امریکا له مالي سیستم څخه به یې پرې کړي.»

XS
SM
MD
LG