Accessibility links

Breaking News

د ایران د بالیستیک توغندیو د مخنیوي دپاره د امریکا نوي بندیزونه


د امریکا د مالیې وزارت
د امریکا د مالیې وزارت

د امریکا د مالیې وزارت د بهرنیو شتمنیو د کنټرول ادارې یا (OFAC) په ایران، متحده عربي اماراتو، ترکیې، چین، هانګ کانګ، هندوستان، جرمني او اوکراین کې مېشت ۳۲هغه اشخاص او موسسې په نښه کړې دي، چې د ایران د بالیستیک توغندیو او بې‌پيلوټه الوتکو (UAV) د تولید لپاره مختلفې تدارکاتي شبکې چلوي.

د امریکا د مالیې وزارت د ترهګرۍ ضد او مالي چارو د استخباراتو د څانګې مرستیال جان کې هرلي وویل،

"په ټوله نړۍ کې ایران بیلابیل مالي سیستمونه د غیر قانوني پانګو د سپینولو، د عادي او دودیزو او اتمي وسلو پروګرامونو د بیلابیلو برخو د تدارکاتو د تمویل او د نیابتي ترهګرو ډلو د ملاتړ لپاره کاروي. “

هغه زیاته کړه، "د ولسمشر ټرمپ د لارښوونې په بنسټ، موږ پر ایران اعظمي فشار اچوو چې خپل اټومي ګواښ ته د پای ټکی کیږدي."

دغه شبکې په منځني ختیځ کې د امریکا او متحدینو پر کارکوونکو او همدارنګه په سره سمندرګي کې د سوداګریزو کښتیو لپاره ګواښ رامنځته کوي. دا پداسې حال کې ده چې ایران اوس هڅه کوي هغه حساسې پراخېدونکې وړتیاوې چې د ۱۲ ورځنۍ جګړې په ترڅ کې یې له منځه تللي، بیا جوړې کړي او ورغوي.

له همدې کبله OFAC یا د امریکا د مالیې وزارت د بهرنیو شتمنیو د کنټرول اداره اقدام کوي ترڅو د مهمو برخو لکه د توغندیو د سونګ موادو د مهمو برخو تدارکاتو بهیر د ځنډ او خنډ سره مخ کړي څو د امریکا مالي سیستم ته د هغو کسانو د لاسرسي مخه هم ونیسي چې ایران سره پدې کارونو کې مرسته کوي.

دا اقدام، چې د ۲۰۲۵ کال د نومبر په ۱۲ نېټه ترسره شو، د مالیې وزارت له خوا د وسلو د نه خپریدو د هڅو دوهم پړاو په ډاګه کوي چې د ۲۰۲۵ کال د سپتمبر پر ۲۷ نېټې پر ایران د ملګرو ملتونو د بېرته لګول شویو بندیزونو په ملاتړ تر سره کیږي چې د ایران له خوا نړیوالو ژمنو ته د نه پاملرنې مستقیمه نتیجه وه.

د امریکا دا اقدام د ملي امنیت د ولسمشرۍ د دوهم یادداشت یا (National Security Presidential Memorandum 2) په چوکاټ کې ترسره کېږي، چې حکومت ته لارښوونه کوي څو د ایران بالیستیک توغندیو پروګرام محدود کړي، د ایران د نورو غیر متناسبو او عادي وسلو د پراختیا مخه ونیسي څو ایران اتمي وسلو ته لاسرسی ونه مومي، او د سپاه پاسداران انقلاب ځواک له هغو شتمنیو او سرچینو محروم کړي چې د سیمې او نړۍ د بی ثباته کولو دپاره خپل فعالیتونه پیاوړي کوي.

د امریکا د مالیې وزارت د بهرنیو شتمنیو د کنټرول اداره یا او اف اې سي پر ګڼو هغو ملې تجارتي تدارکاتي شبکو بندیزونه لګوي چې مرکزیت یې د (MVM) شراکت په نامه د دریو تنو پر شرکت باندې تکیه لري. له ۲۰۲۳ کاله راهیسې، دغه شراکت او ټوله شبکه د بالیستیک توغندیو د سونګ موادو د مهمو اجزاوو لکه سوډیم کلورایټ، سوډیم پرکلورایټ، او سیباسیک اسید د (Parchin Chemical Industries)یا (PCI) شرکت په استازیتوب له چین څخه د ایران د دفاعي صنایعو سازمان (DIO) لپاره برابروي.

د امریکا د مالیې وزارت د بهرنیو شتمنیو د کنټرول ادارې د (پي سي ای) د چینایي شرکت د تعقیب بهیر د ۲۰۰۸ کال د جولای په میاشت کې د یوه اجرایي فرمان په صادرولو پیل کړ. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت بیا د ۲۰۰۷ کال د مارچ میاشتې د یوه اجرایي فرمان پر اساس د (دي آی او) شرکت د تعقیب او څار فرمان صادر کړ.

XS
SM
MD
LG