Accessibility links

Breaking News

امریکا په رسمي توګه په ناټو کې د سویډن او فنلنډ غړیتوب ومانه


د امریکا متحده ایالاتو د شمالي اتلاتنیک د تړون په سازمان یا ناټو کې د سویډن او فنلنډ غړیتوب ته رسمي منظوري ورکړه. د امریکا جمهور رئیس جو بایډن د اګست د میاشتې په نهمه د منل کیدو رسمي سند لاسلیک کړ او پدې سره د ناټو ۲۳ غړی هیواد شو چې د نړۍ تر ټولو په غښتلي دفاعي اتحاد کې د ختیځې اروپا د دوو هیواونو د یو ځای کیدو غوښتنلیک منظوروي.

فنلنډ او ناټو خپل پخوانی د ناپیلو هیوادنو دود او دستور پریښود او د مې په میاشت کې یې په ناټو کې د غړیتوب غوښتنه هغه وخت وکړه چې د روسیې جمهور رئیس ولادمیر پوتین په اوکراین بې موجبه یرغل وکړ.

جمهور رئیس جو بایډن وویل، "پوتین فکر کاوه چې مونږ به ټوټه ټوټه کړي او زما په نظر غوښتل یې زمونږ اراده کمزورې کړي خو ددې پر ځای هغه داسې څه تر لاسه کوي چې نه یې غوښتل".

جمهور رئیس جو بایډن همدارنګه د ناټو د هغو متحدینو څخه چې تر اوسه یې د دې دواړو هیوادونو غړیتوب ندی منظور کړی، وغوښتل چې ژر تر ژره دا کار وکړي. بایدڼ وویل، " فنلنډ او سویډن قوي دیموکراتیکې ادارې، قوي او روڼ اقتصاد لري. هغوي د ناټو ټول شرایط پوره کړي او زمونږ اتحاد به لا قوي کړي".

جمهور رئیس بایډن یادونه وکړه چې په ناټو کې د دې دواړو هیوادونو د غړیتوب سره د سنا په مجلس کې د دواړو ګوندونو غوڅ ملاتړ شته چې د اګست د میاشتې په دریمې نیټې رای ګیرۍ کې هم څرګنده شوه. بایډن وویل چې دا ملاتړ یو پغام هم لري. "د متحدینو او شریکانو سره یو ځای، مونږ به داسې راتلونکې ثبتوو چې مونږ یې غواړو. او هغه هم پداسې حال کې چې د پوتین روسیې په اروپا کې امنیت او سوله ګډوډه کړې، زورواکي د قانون پر اساس د ولاړ نظم بنسټونو ته ستونزې پیدا کوي. د ناټو اتحاد او ناټو ته د امریکا ژمنیتا تر بل هر وخت اوس ډیره مهمه ده".

جمهور رئیس بایډن دې خبرې ته اشاره وکړه چې په ناټو کې د غړیتوب په غوښتنې سره فنلنډ او سویډن د ناټو پنځمې مهمې مادې – پنځمه مادې ته یوه سپیڅلې ژمنه کوي چې هر یو غړی دوه اړخیزې دفاع ته متعهد کوي او هغه دا چې د یوغړي پر ضد برید په ټولو غړیو برید دی.

ښاغلي بایډن زیاته کړه، "مونږ یې نن ښکاره وینو چې ناټو په نننۍ او په راتلونکې کې څنګه د یو مهم اتحاد په توګه پاتې دی. کله چې د فنلند او سویډن په غړیتوب سره د متحدینو شمیر ۳۲ ته ورسیږي، مونږ به دومره قوي چې پخوا نه وو او دا به زمونږ د ټولو ولسونو په خیر وي".

XS
SM
MD
LG