Accessibility links

Breaking News

متحده ایالتونه د بشري حقونو د سرغړونې له کبله د کیوبا له رژيم سره حساب کوي


د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت په خپل سر د روبلز الیزاستیګي د توقیف او بندي کولو له کبله د کیوبا رژیم څلور مقامات مشخص کړل.

روبلز د ۲۰۲۰ کال د ډسمبر په میاشت کې د کیوبا په مرکز هاوانا کې د مظاهرې په وخت کې ونیول شو، هغه یو شعار له ځان سره لېږدوه چې په کې «ازادي» او «ځپل نور بس» دي، لیکل شوي وو. د بشري حقونو ډلې وایي، چې روبلز په «نافرمانۍ» او «دښمن ته په تبلیغاتو» تورن شوی دی.

نوموړی د خپل بند سزا د ډېرې مودې له تېرولو وروسته د جنورۍ په میاشت کې په مشروط ډول پرېښودل شوی و، خو رژیم د هغه د بیان او تګ راتګ ازادي ډېره محدوده کړې وه. د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو په یوې اعلامیې کې د «کیوبا قاضیان او څارنوالان د رژیم اجنټان» وبلل، چې «په دغو خپل سرو نیونو او تعقیب کې مهمه» ونډه لري.

هغه وویل: «هغوی د شرمناکې قانوني پروسې مسئولین دي، چې د سوله ایز نظر په څرګندولو او فعالیت سره خلک په ناحقه په نښه کوي، محکوم کوي او زنداني کوي.» نوموړي همدغه راز د دوو نورو سیاسي زندانیانو د بیا توقیف په اړه، چې د ده په وینا د «د بې ځایه دلایلو» په اساس بیان زندان ته استول شوي، نظر څرګند کړ.

لومړی کس خوزه دانیل فیرر دی، چې په ۲۰۱۱ کال کې یې د ملي وطنپالو په نوم یوه مخالفه ټولنه جوړه کړه. هغه د اپریل په میاشت کې، يواځی درې میاشتې وروسته له هغه چې ازاد شوی و، د ازادۍ له شرایطو څخه د سرغړونې په تور بېرته ونیول شو.

دویم مخالف بیا فیلیکس ناوارو نومېږي، چې د اپریل په میاشت کې بیا ونیول شو. هغه د مشروطې ازادۍ له شرایطو څخه د سرغړونې په تور نیول شوی. هغه د ۲۰۲۱ کال د جولاۍ په ۱۱ نېټه د حکومت په ضد د سرتاسري مظاهرې څخه وروسته، چې په ۱۹۵۹ کال کې د کیوبا له انقلاب وروسته تر ټولو سترې بلل کېدې، ونیول شو.

د دغو حقونو څخه د سرغړونې په ځواب کې، د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت څارنوال یانایاسا ماتوس لګر او قاضیان ګلدیس ماریا پادرون کانالس، ماریا ایلنا فورناری کوند او خوان سوسا اوراما مشخص کړل. دا څلور واړه د هاوانا د خلکو په ولایتي محکمې کې کار کوي، چې د رژیم په استازيتوب یې په کې د روبلز الیزاستیګي د تحقیق، محکومیت او د حبس په حکم باندې نظارت لره.

روبیو څرګنده کړه چې «دا مشخص کول لا په ډاګه کوي چې د ټرمپ حکومت د کیوبا رژیم مقاماتو سره د بشري حقونو د سرغړونې له کبله حساب او کتاب ته ژمن» دی. هغه وویل: «موږ د کیوبا د خلکو د بشري حقونو څخه د دفاع لپاره د ټولو موجودو ابزارو څخه کار اخیستل روان ساتو او خپل ایتلافیان او شریکان هم هڅوو چې همدا کار وکړي.»

XS
SM
MD
LG