د ولسمشر ډونالډ ټرمپ په لارښوونې، د متحدو ایالتونو وسلهوالو ځواکونو د وینزویلا باغي دیکتاتور نیکولاس مادورو او د هغه مېرمن سیلیا فلورېس ونیول، تر څو د امریکا پر وړاندې د هغه کمپاین له امله چې د نشهيي توکو سره د تړلې ترهګرۍ په چارو کې یې پیل کړی و، د عدالت منګولو ته وسپارل شي.
ولسمشر ټرمپ وویل: «نامشروع دیکتاتور مادورو د یوې پراخې جنایي شبکې مشر و چې متحدو ایالتونو ته یې د وژونکو او غیر قانوني نشهيي توکو د قاچاق مسوولیت درلود.»
«لکه څنګه چې پر هغه باندې په ادعا شویو تورونو راغلي هغه په خپله د “کارتل دِ لوس سولِیس” په نوم د شیطاني کارټل مشري کوله، چې زموږ هېواد یې په داسې وژونکو زهرو ډک کړی و چې د بېشمېره امریکایانو د مړینې لامل شو، ډېر، ډېر امریکایان، د کلونو په اوږدو کې سلګونه زره امریکایان ددې له امله مړه شول.»
ولسمشر ټرمپ وویل: «د وینزویلا د ولسمشر په توګه د هغه د دورې له پای ته رسېدو وروسته هم، مادورو په واک کې پاتې شو او د متحدو ایالتونو پر وړاندې یې د تاوتریخوالي، ترور او ورانکارۍ نه ستړې کېدونکې جګړه پر مخ یوړه، چې نه یوازې زموږ خلک، بلکې د ټولې سیمې ثبات یې هم ګواښ سره مخ کړ.»
ولسمشر ټرمپ وویل : " د مادورو رژیم خپل زندانونه تش کړل او خپل تر ټولو بد او په تاوتریخوالي ککړ مجرمان یې متحدو ایالتونو ته راواستول تر څو د امریکایانو ژوند واخلي." مادورو د ټران دي اراګوا د زندان د خوانخوارې ډلې په ګډون وحشي ډلې واستولې ترڅو په ټول هیواد کې په امریکایی ټولنو کې ویره خپره کړي.
ولسمشر ټرمپ وویل:" متحدو ایالتونو د وینزویلا د تېلو صنعت د امریکایيانو د استعداد، هڅو او مهارت په مټ جوړ کړ، خو سوسیالیستي رژیم دا د پخوانیو ادارو پر مهال په زور له امریکا څخه غلا کړ.
هغه وویل، متحده ایالتونه به اوس د وینزویلا د تېلو د صنعت په بیا راژوندي کولو کې مرسته وکړي."
«موږ به د متحدو ایالتونو د تېلو ډېرې لویې کمپنۍ، چې په نړۍ کې تر ټولو لویې دي، هلته ولېږو. دوي به میلیاردونه ډالر ولګوي، څو خراب شوی بنسټیز جوړښت او د تېلو بنسټیزه زېربنا ورغوي، او د هېواد لپاره د عاید ترلاسه کول پیل کړي.»
د مادورو تر واکمنۍ لاندې، وینزویلا په سیمه کې د بهرنیو دښمنانو کوربه و او بریدګرې مهمې وسلې یې ترلاسه کولې چې د امریکا ګټې او ژوندانه ته خطر پېښ کړي.
ولسمشر ټرمپ وویل: «دا ټولې کړنې د امریکا د بهرني سیاست له بنسټیزو اصولو سره، چې له دوو پېړیو څخه زیات تاریخ لري، د مونرو له اصل څخه، ښکاره سرغړونه وه.»
ولسمشر اعلان وکړ چې د ملي امنیت د نوې تګلارې له مخې به په لوېدیځې نیمېکرې کې د امریکا برلاسی بیا هېڅکله تر پوښتنې لاندې رانشي.
«موږ به خپلې پولې خوندي کړو، ترهګر به ودروو، کارټلونه به دړې وړې کړو، او خپل وګړي به د ټولو ګواښونو پر وړاندې، که بهرني وي او که کورني، خوندي وساتو. کېدای شي نورو ولسمشرانو د امریکا د دفاع جرأت نه درلود… خو زه به هېڅکله ترهګرو او مجرمانو ته اجازه ورنه کړم چې د سزا له وېرې پرته د متحدو ایالتونو پر ضد عمل وکړي.»