Accessibility links

Breaking News

متحده ایالتونه په سرې بحیرې کې د سفر او تګ راتګ د ازادۍ حمایت کوي


ولسمشر دونالډ ټرمپ د مۍ په شپږمه نېټه اعلان وکړ چې متحدو ایالتونو په یمن کې د حوثیانو په ضد پوځي بریدونه بند کړي دي. په ملګرو ملتونو کې د متحدو ایالتونو استازې دوروتي شي وویل چې متحدو ایالتونو د اوو اونیو لپاره د حوثیانو په ترهګریزو تاسیساتو او شتمنیو باندې دقیق بریدونه وکړل.

دورتي شي وویل: «زموږ هدف دا و چې له کلونو ترهګریزو بریدونو څخه وروسته، په سرې بحیرې او د اوبو په لارو کې د تګ راتګ او سفر ازادي بېرته راوګرځوو.»

هغې وویل: «د حوثیانو تسلیمي د متحدو ایالتونو د تګلارې د بری څرګندونه ده. د بریدونو ادامه په حوثیانو پورې تړلې ده. هاغسې چې ولسمشر ټرمپ وویل حوثیان نور نه غواړي چې وجنګېږي. هغوی ستړي شوي دي. په دغو بریدونو کې د حوثیانو د مشرانو په ګډون سلګونه جنګیالي ووژل شول. متحدو ایالتونو یې هغه بنسټونه ونړول چې پرې د سونګ موادو واردات تسهېل کېدل- د سونګ له دغو موادو څخه د حوثیانو د ترهګریزو بریدونو د حمایت لپاره کار اخیستل کېده.»

دروتي شي اعلان وکړ: «متحده ایالتونه یو ترهګریز سازمان ته د سونګ توکو د غیرقانوني موادو قاچاق نه مني.»

سفیرې شي وویل: «موږ د حوثیانو د غیر قانوني عوایدو، مالي تسهیل کوونکو او تامین کوونکو ګډوډولو ته ژمن یو. موږ (د ملګرو ملتونو) غړو هېوادوو ته وریادو چې داسې یو سازمان ته، چې متحده ایالتونه یې ترهګر بولي، د مادي ملاتړ او سرچېنو برابرول د متحدو ایالتونو د قانون څخه بالقوه سرغړونه ده. متحده ایالتونه به په اړوندو افرادو او بنسټونو باندې ممکنه بندیزونه تعقیبوي.»

دروتي شي زیاته کړه: «ایران د پوځي ملاتړ، تدارکاتو او استخباراتو له لارې د حوثیانو بریدونه برابر کړي دي. د امنیت شورا نباید له خپلو پرېکړو څخه د ایران سرغړونې وزغمي او باید په لاس کې د شته وو وسایلو څخه کار واخلي اود بندیزونو په سرغړوونکو باندې عواقب تحمیل کړي.»

هغې وویل: «په اسرائیل باندې د حوثیانو وروستي بریدونه سیمې ته د هغوی له لوري د متوجه مطلق ګواښ یادونه ده.»

میرمن شي وویل: «موږ د اسرائیل مشروع اندېښنې منو او د حوثیانو په ګډون د ایران د ملاتړو ترهګرو ډلو په وړاندې له ځان څخه یې د دفاع د حق حمایت کوو. متحده ایالتونه د حوثیانو ټول بریدونه، په خاص ډول په ولسي خلکو باندې، غندي.

د ملګرو ملتونو د تائید او تفتیش سازمان (UNVIM) دا وړتیا لري، چې پرېنږدي د حوثیانو لاس ته وسلې ورشي. متحده ایالتونه د [ملګرو ملتونو] غړي هېوادونه هڅوي چې د دغه میکانیزم حمایت وکړي چې اغیز یې زیات شي. غړي هېوادونه همدغه راز باید د اړتیا وړ سمندري امکانات برابر کړي چې ډاډ ترلاسه شي، هغه کښتۍ چې UNVIM نه دي تائید کړي، منع کړل شي.

XS
SM
MD
LG