په ملګرو ملتونو کې د امریکا سرپرستې دایمي استاځې دروتي شې داسې وویل « دا د مایوسۍ ځای دی چې د جنوبي سوډان انتقالي حکومت لا د سولې او ثبات په راوستلو کې چې د جنوبي سوډان خلک یې مستحق دي پاتې راغلی دی.»
د پام وړ نړیوالو هڅو سره سره چې موخه یې دا وه ترڅو د جنوبي سوډان سره مرسته وشي چې د جګړې وروسته د بیاروغونې، ثبات او ښه وضیعت د رامنځ ته کولو پر لورې حرکت وکړي، د جنوبي سوډان مشران په دې کې ناکامه شوي دي چې خپل د برخې سیاسي اراده څرګنده کړي. په دې ناکامیوو کې د مسلح ځواکونو د ادغام مسله، د عامه عواییدو د شفاف او پر ځای لګولو مسله، د متمدنې عامه فضا د رامنځ ته کولو مسله او د سیاسي سیالیوو دپاره د وسیلې په توګه د تشدد څخه د کار اخیستلو مسله شامله ده. دي.
میرمن شې داسې وویل « د جنوبي سوډان د ټولو حزبونو مشران ددې ناکامیوو مسولت لري.»
په دې وروستیو کې د جنوبي سوډان د مشرانو اقدامات تقریبا ددې باعث شوي چې ددغه هیواد انتقالي حکومت د ۲۰۱۸ کال د سولې د شوي موافقې څخه چې په خپله انتقالي حکومت پرې بنا دی، ووځي. سفیرې شې داسې وویل « مونږ نشو کولای داسې وانګیرو چې دا موافقه پلي کېږي په داسې حال کې چې د ولسمشر لومړی مرستیال (رایک) مکر په خپل کور کې نظر بند دی او د هغه د ګوند نور غړي په زندان کې ساتل کېږي او د ( جنوبي سوډان د وسله والو ځواکونو ) بریدونه د نورو جنوبي سوډانیانو پر ضد ادامه لري.»
د جنوبي سوډان نسلونه د جګړې په دایرې کې بند دي او د سختو اړمنتیاوو او محرومیتونو څخه، خاص په دې خاطر چې مشران یې د بدلون دپاره سیاسي اراده نلري چې هغه سیسټم بدل کړي چې دوي یې واکمن کړي دي،ځوریږي. د برنیل په ایالت کې د جنوګلي په ایالت کې او د جنوبي سوډان په نورو سیمو کې وروستی تشدد ددې دایرې څخه د نه وتلو د ناکامۍ زړه بوږنونکي عواقب څرکندوي.
د اپریل د لومړۍ نېټه څخه د جولای تر ۱۵ مې نېټې پورې هوايي بمباریوو او ځمکنیوو بریدونو درې لکه کسان بې ځایه کړي دي په داسې حال کې چې د هیواد په ګوټ ګوټ کې مخ پر زیاتیدونکي پوځي عملیات د سلګونو ملکيان د وژل کیدو سبب ګرځېدلي دي او کلیدي بنسټونه ویچاړ شوي دي.
میرمنې او انجوڼې د جګړې سره تړلي جنسي تشدد سره مخي دي، ماشومان معیوبه کېږي، وژل کېږي او په زوره د جګړې دپاره استخدامېږي. د اپریل د لومړۍ نېټې څخه د جولای تر ۱۵ مې نېټې پورې مخ پر زیاتیدونکی بحران د جنوبي سوډان د ۱۳۲ زره نه زیات خلک په ګاونډیوو هیوادونو کې کډوالۍ ته اړکړي دي چې دې کار سیمه لازیاته بې ثباته کړې او کوربه هیوادونه یې د ستونزو سره مخ کړي دي
د جنوبي سوډان د ۷۰ سلنې څخه زیات نفوس اوس بشري مرستو ته اړتیا لري. په داسې حال کې هم، د نړیوالې ټولنې له خوا بشري خدمات د وروستۍ جګړې او د بشري کارکونکو پرضد د لسیزو د تشدد، چپاول او فساد له کبله، په سیستماتیک ډول د خنډ سره مخ دي.
دانتقالي حکومت له خوا دغه یو اړخیز اقدامات په ښکاره ډول د ۲۰۱۸ کال د سولې د ټرون څخه سرغړونه ده، یووالی کمزوری کوي ، د بلې کورنۍ جکړې د راستنیدو ګواښ زیاتوي او د جنوبي سوډان خلک د خپلو کورونو ، روزګارونو څخه محرومه کوي او دغه هیواد د سولې او ثبات څخه محرومه کوي.
د امریکا متحده ایالات د ټولو خواوو څخه په کلکه غواړي چې سمدستي دښمنۍ ودروي، ټول په غیر عادلانه ډول نیول شوي سیاسي بندیان آزاد کړي او د مزاکراتو اصولو ته د سره ژمن شي چې د لازیات تشدد مخه ونیول شي.